Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

ګاونډیو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ زیاتیدونکې ګواښ

0

په وروستیو کې د داعش ډلې ومنله چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان راکټونه توغولي دي. دې کار د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې د افغانستان څخه د ورپېښ امنیتي خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان هم پرلپسې د پاکستاني طالبانو له هغو بریدونو شکایت کوي چې د دوی په وینا له افغانستان څخه ور اوړي.

وروستیو پېښو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د هغې ژمنې په اړه پوښتنې پیدا کړي چې وايي د افغانستان خاوره به د چا پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي.

ددې اونۍ په مثلث کې په همدې غږیدلي یوو چې له افغانستان څخه دا مهال ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته پېښ امنیتي ګواښ څومره جدي دي. په دې مثلث کې د د ازادي راډیو له تاجیکي څانګې څخه مومن احمدي، د مشال راډیو څخه اسرار عالم او له ازادي راډیو څخه احمد شیبر خپل معلومات شریکوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *