Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

امريکا او اروپا کې د بيزو چيچک په نوم د وايرس پېښې تايد شوي

0
روغتيايي ادارو ويلي دي، په شمالي امریکا او اروپا کې د بیزو چیچک په نوم يې د یوه نادر وایرس پېښې تایید کړي دي.


دا وایرس، چې د افریقا په ځینو سیمو کې یې اندېښنې پیدا کړې وې، په وروستیو ورځو کې په بریتانیا، هسپانیا او پرتګال کې هم تشخیص شوی دی.


د چهارشنبې په ورځ کاناډا هم ویلي و چې په دغه هېواد کې د ۱۳ مشکوکو قضیو په اړه څېړنې روانې دي.


خو د بریتانیا د روغتیا ادارې پرون (پنجشنبې) وویل چې هلته په دې وایرس  ۹ کسانو اخته شوي.


د امریکا په ماساچوسیت ایالت کې هم یو تن چې کاناډا ته یې سفر کړی و، په دې وایرس اخته شوی دی.


د بیزو چیچک ناروغي د زوکام په شان نښې لري او په تبې، د عضلو درد او همدا راز د لاس و پښو په پړسوب پیلېږي، وروسته پر بدن تڼاکې راڅرګندېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *