Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

بلينکن: روسيه له غلو دانو د جګړې د وسلې په توګه کار اخلي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روسیه تورنه کړې چې د بندرونو په بندولو له غلې دانې او نورو موادو د جګړې د وسلې په توګه کار اخلي.


بلینکن پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د وینا پر مهال وویل، د روسیې د اقداماتو له کبله د اوکراین په سیلوګانو کې ۲۰ میلیونه ټنه غله له استفادې پرته پاتې ده.


د بلینکن په وینا په نړۍ کې د خوړو زېرمو کې د کموالي له کبله بیې ډېرې لوړې شوي او په خبره یې دا د دې لامل کېږي چې ډېر خلک د خوړو له نه مصونیت سره مخامخ شي.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا ویلي، دا غلطه ده چې د دوی هېواد دې د هغه بحران لامل وبلل شي چې له کلونو راهیسې دوام لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *