Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

ملا برادر پنجشېر ته تللی

0
د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی.


د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نصرالله ملکزاده دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل، چې د برادر د سفر هدف په دغه ولايت کې له سيمه ييزو او طالب پوځي چارواکو سره ليدنه وه.


خو هغه نور جزیات ورنه کړل.


دا په لسو ورځو کې دویم لوړپوړی طالب چارواکی دی چې پنجشیر ته سفر کوي، تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم تېره اوونۍ پنجشېر ته سفر کړی و.


دغه سفرونه وروسته له هغه کېږي چې د پنجشېر په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو او احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *