Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

د فراه سوداګر په ابونصر فراهي بندر کې د خپلو ستونزو حل غواړي

0
د فراه ولايت يو شمېر سوداګر د ابو نصر فراهي په سوداګريز بندر کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي. 


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغو سوداګرو په کابل کې د خونې له چارواکو سره لیدلي دي.


د خونې په خبره، د فراه ولايت سوداګرو په دغه بندر کې د غير قانوني وارداتو او صادراتو د مخنيوي غوښتنه کړې. 


د دوي په وينا، د ګمرکي او ادارې برخو ناسم فعاليت بله هغه ستونزه ده چې بايد ژر حل شي. 


د خبر پاڼې په حواله، د خونې چارواکو ورغلو سوداګرو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.


په فراه کې د ابونصر فراهي سوداګريز  بندر چې د افغانستان يوه برخه له ايران سره نښلوي په دغه بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه  وخت ناوخت راپورنه ورکړل شوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *