Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

په هلمند کې د چرګانو فارمونه معیاري کېږي

0
په هلمند کې د چرګانو فارمونو د معیاري کولو هڅې پیل شوي دي.


د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دي چې په هلمند ولایت کې یې د چرګانو هغو ۱۰۰ فارمونو ته د رسمي جوازونو د ورکولو لړۍ پيل کړې ده چې له ارزونې وروسته یې د دوی شرایط پوره کړي وو.


په خبرپاڼې کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ لیکل شوي دي، چې تر دې مهاله ۷۲ فارمونه د مالدارۍ او حیواني روغتیا سره چې ځانګړي شرایط یې پوره کړي، ثبت شوي او د نورو د ثبت لړۍ هم روانه ده.


د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي دي، هڅه کوي چې د چرګانو فارمونو په معیاري کولو سره د چرګانو کورني تولیدات پیاوړي کړي چې په دې سره به د ممنوعه غوښینو چرګانو د واردولو مخه ونیول شي او د ځایي کاروباریانو لپاره به د کار فرصتونه هم برابر شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *