Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

طالبان په افغانستان کې اسلامي بانکداري پیلوي

0
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک وايي، له دودیز بانکي سیستم څخه د بانکدارۍ نظام اسلامي بانکدارۍ ته اړوي.


د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې پرون د شریعت بورډ په ناسته کې د اسلامي بانکدارۍ د نظام په تطبیق هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به دودیز بانکي سیستم اسلامي بانکي سیستم ته واوړي.


د افغانستان بانک ویاند وايي، د اسلامي بانکدارۍ نظام په پرمختللیو هېوادونو کې عملي شوی او نتیجه یې ورکړه ده چې په افغانستان کې به هم دا کار په تدریجي ډول وشي.


مومند وايي، د افغانستان بانک به له شریعت بورډ سره په همکاري په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره کار وکړي.


د مومند په خبره شریعت بورډ له څو کلونو راهیسې په دولتي او خصوصي بانکونو کې فعالېت کوي چې هدف یې د اسلامي بانکدارۍ د تطبیقي چارو څارنه ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *