اوکرايني چارواکو د دونباس مهم ښار "سيويرودونتسک" پر نيمايي برخه کنټرول ترلاسه کړی
اوکرایني چارواکي وایي چې د دونباس د سیمې د یوه مهم ښار سیویرودونتسک د نیمایي برخې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړی.
له دې سره دا ویره هم شته چې روسي ځواکونه به د غچ اخیستنې په پار بې رحمانه بمباریو ته مخه کړي.
د اوکرایین ځواکونو په ختیځ کې د سیوییرودونیتسک په سخته جګړه کې د روسیې پوځیان په شا تمبولي او د دونباس د دغه مهم ښار نیمه برخه یې بېرته نیولې ده.
سیمه ییز والي سرهي هېدای Serhiy Hayday دا خبره کړې ده خو تر څنګ یې اندېښمن دی چې روسي ځواکونه به د غچ اخیستنې په پار خپلې بېرحمانه بمبارۍ دوه برابره کړي هغه هم په داسې یوه حال کې چې ټوله سیمه له سختیو سره مخ ده.
هېدای ویلي په مرکزي رېل سټیشن باندې له دوو اوونیو راهیسې تر ټولو سخت بریدونه روان دي او ان تر دې چې څه باندې اتیا فیصده برخې یې روسانو نیولي خو بیا هم د اوکرایني ځواکونو سخت مقاومت پکې روان دی.
له کله چې روسي ځواکونه د اوکراین په مرکزي ښارونو له هغې ډلې کییف او خارکیف کې په شا وتمبول شول خپل ډېر تمرکز یې د اوکراین ختیځ ته واړاوه او هڅې یې روانې کړي چې د اشغالي سیمو تر منځ کورېډورونه رامنځته او سره وصل یې کړي.
د اوکرایین د پوځ لوی درستیز ویلي روسي ځواکونو په همدې لړ کې تازه د دونیتسک پر سلوویناسک ښار بریدونه پیل کړي او تر هغه شل کیلومتره لرې یې سویاتېهورسک Svyatyhorsk هم بیا تر ګوزارونو لاندې نیولی دی.
په دغو بریدونو کې اوکرایني پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
اخوا د بریټانیا استخباراتو نن ویلي روسي پوځيان ځکه د سلوویناسک په خوا ور روان دي چې اوکرایني ځواکونو کړۍ پرې ورتنګې کړي او له نورو سیمو یې په شاه تمبولي دي.
دې ته په کتو چې په ختیځ کې د سیویرودونتسک جګړې زور اخیستی دی د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زلنسکي جنوب ختیځې سیمې زاپوریژیا ته ورغلی څو د اوکرایین سرتیري د هغوی د مېړانې او خدمتونو په خاطر وستايي.