افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اووریز کرکټ درېواړه سیالۍ وګټلې
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله شل اووریزه کې په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ دریواړه سیالۍ وګټلې. د جون په ۱۴مه په هرارې کې شوې دې سیالۍ کې لومړی افغانستان بیټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۵ رنزونه وکړل. زمبابوې دا هدف پوره نه شو کړلی او په ۲۰ اوورونو کې یې ۹۰ رنزونه جوړ کړل. د افغانستان لخوا نور احمد لکڼوال په ۴ اوورونو کې یوازې لس رنزونه ورکړل او د زمبابوې ۴ لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو. نجیب الله ځدراڼ په دې سیاليو کې ۱۰۳... Читать дальше...