د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو بمبارۍ درنه مرګ ژوبله اړولې
روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې په لېسچانسک ښار سختۍ بمبارۍ کړي دي.
د سېوېرسکي دوینتس سیند په غاړه پروت د اوکراین یو بل ختیځ ښار لېسچانسک د روسي پوځیانو له خوا تر سختې بمبارۍ لاندې راغلی.
روسانو داسې وخت په دې ښار باندې بریدونه کړي، چې اوکرایني ځواکونه له څو اونیو راهیسې په یوه سېوېرودونېڅک کې په مبارزې بوخت دي.
د اوکراین پوځ نن ویلي، چې په لېسچانسک کې د دوی په پوځي اهدافو او ملکي تاسیساتو باندې د روسي عسکرو له خوا د توپخانې او راکټونو سخت بریدونه شوي دي.
د لوهانسک د سیمې پوځي والي سرهي هېدای چې د لېسچانسک او سېوېرودونېڅک مسوولیت ور په غاړه دی د اوکراین دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې ويلي، چې د روسانو په پرونیو تازه بریدونو کې ګڼ خلک وژل شوي دي.
هغه یې دقیق ارقام په ډاګه نه کړل.
ښاغلي هېدای وروسته په یوه انلاین/پرلیکه بیان کې تایید کړه، چې په سیمه کې د تازه بریدونو له کبله دمګړۍ له یوې مهمې مواصلاتي لویې لارې تګ راتګ ناممکنه شوی دی.
د بریتانیا دفاع وزارت چې د اوکراین جګړه له نږدې څاري او هره ورځ استخباراتي معلومات خپروي نن اعلان کړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې روسي پوځيانو جَنوبي/سویلي ښار ایزیوم ته مخه اړولې او غواړي دا ښار د شمال له خوا کلابند کړي.
روسانو داسې وخت د اوکراین په ختیځ او ځینو نورو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی، چې د فرانسې او جرمني په شمول د اروپا د څو هېوادونو مشران وړمه ورځ کییف ته تللي وو او د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
امریکا هم د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان کړی دی.