Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

مقاومت جبهې د بدخشان د شُکی ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي خو طالبان یې نه مني

0
د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په بدخشان کې شُکی ولسوالۍ له طالبانو نیولې ده.


د طالبانو د حکومت دې وسله والې مخالفې جبهې دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې د شُکی د نیولو ادعا کړې.


په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ملي مقاومت جبهې همدارنګه د شُکی ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قومندان محمد اکرم په شمول لس تنه طالبان نیولي.


خو د طالبانو حکومت د بدخشان د شٌکې ولسوالۍ سقوط رد کړ.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ولسوالۍ د سقوط په اړه خپرې شوې ادعاوې بې اساسه دي.


باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی لیکلي چې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد بدخشان ته تللی دی.


د خبر له مخې ملا یعقوب بدخشان ته د وضعیت د لا ښه څېړلو په هدف په دوه ورځني سفر تللی او هلته یې پامیر او اشکاشم ولسوالیو ته هم سفرونه کړي.


د ملي مقاومت جبهې جنګیالي د پنجشېر په لوړو څوکو او ځینو نورو محدودو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال مقاومت ته دوام ورکړی.


د بشري حقونو د څار بېلابېلو سازمانونو په طالبانو نیوکه کړې چې د جنګ په سیمو کې یې ګڼې بشري سرغړونې کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *