Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 17.10.2022

د بدخشان پوهنتون ښځینه محصلانو نندارتون جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلانو نندارتون جو کړ. په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، دا نندارتون چې د دوشنبې په ورځ د کار پنځونکو مېرمنو په نوم جوړ شو، د پرانیستې په مراسمو کې یې د بدخشان پوهنتون د استادانو او محصلانو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي هم ګډون کړی و. د بدخشان پوهنتون رييس پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده د نندارتون ستاینه وکړه او محصلانو ته یې ډاډ ورکړ چې د ورته پروګرامونو په جوړولو کې یې ملاتړی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او... Читать дальше...

نړیوال کرکټ کپ: زمبابوې ايرلېنډ او سکاټلېنډ ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه

Mashaalradio.com 

د شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ په دوهمه ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، سکاټلېنډ ویسټ انډيز او زيمبابوې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه. د اسټرېليا په هوبارټ‌کې، سکاټلېنډ لومړی بېټيننګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۰ رنزونه جوړ کړل. ویسټ انډيز دا هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۱۱۸ رنزونو په جوړولو سره په ۱۹م اوور کې اوټ شول. په دې ډول یې دا سیالي په ۴۲ رنزونو وبایلله. په دوهمه سیالۍ کې زمبابوې د لومړي بيټينګ په کولو سره په ۲۰ اوورنو کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړي. خو د ایرلېنډ... Читать дальше...

د امن لپاره د مسید قام جرګه او لاریون

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزیرستان مسيد قامي جرګې يو ځل بیا له حکومته د امن ټينګ ساتلو غوښتنه کړې ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په مولې خان سرای کې د شوې جرګې او لاریون مشرانو ویل چې امنيتی ادارو د وسله والو پر شتون سترګې پټې کړې دي خو حکومت دا ردوي او وايي د امن لپاره یې پوره تدابیر نيولي دي. په اړه یې دا ويډيو راپور وګورئ.

په ناروې کې نیول شوي ۴ روسي وګړي توقیف ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې څلور وګړي چې تېره اوونۍ نیول شوي وو، په ناروې کې یوه توقیف ته وړل شوي دي. دغه کسان چې درې یې نارینه او یوه په کې ښځه ده، د هغو شیانو د عکس اخیستلو پر مهال لیدل شوي، چې عکاسي یې منع وه. د ناروې پولیسو نن د دغو څرګندونو پر مهال نور جزییات نه دي ورکړي، چې دوی د کومو شیانو عکسونه اخیستي دي. د ناروې پولیس وايي کله چې یې د دغو روسي وګړو موټر ودراوه هلته یې د عکاسۍ وسایل او د تصویرونو نسبتاً پراخ مواد ترلاسه کړل. پولیس وايي دغه کسان له فنلنډ څخه ناروې ته ورغلي وو او ادعا کوي چې ګرځندویان دي.

چارواکي: اوکراین کې د روسیې د هوايي بریدونو له امله ۶ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

نن هم د روسیې په هوايي حملو کې د اوکراین په پلازمېنه کییف دغه راز په جنوب او ختیځ کې ځینې نورې ساحې په نښه شوې دي. اوکرایني چارواکي وايي، په دغو حملو کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې د اوکراین د ختیځې سیمې دونباس په دوو ساحو کې د اوکراین او روسیې ځواکونه په تن په تن جګړه بوخت دي. دا هوايي حملې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د میزاییلو په حملو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي. دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو سختې بمبارۍ ګڼل شوي دي.

ځینې افغان مېرمنې: ملګري ملتونه دې د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان نجونې او ښځې له ملګرو ملتونو غواړي، چې په افغانستان د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او ښوونځیو ته د نجونو د تلو لپاره زمینه برابره کړي. زرګونه افغان نجونې له دې ډول برخلیک سره مخ دي او تمه لري، که د تعلیمي کال وروستۍ میاشتو کې هم وشي، اجازه ورکړل شي، چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د کابل اوسېدونکې او د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې چې اوس پرې طالبانو ښوونځی بند کړی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هرې لارې کېږي، طالبان دې اړ کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي. Читать дальше...

ځینې افغانان اداري فساد د پاسپورټ ریاست مشرتابه کې د بدلون لامل بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت عبدالکریم حسیب پرون د پاسپورټ ادارې د نوي رییس په توګه معرفي کړ. په تېر یوه کال کې درې ځله د پاسپورټ ریاست رییسان تبدیل شول چې د دې تبدیلیو په اړه د کابل ښاریان بېلابېل نظرونه لري. د کابل اوسېدونکی عبدالحق ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست کې فساد د دې لامل شوی چې مشران یې ډېره موده په دنده کې پاتې نه شي. هغه وویل: "د پاسپورټ اداره له فساده ډکه ده. د پاسپورټ اخیستل ډېر سخت شوي او تر هغو چې پیسې ورنه کړې، یا څوک په کې و نه پېژنې نه شې کولای پاسپورټ واخلې. فکر کوم طالبان... Читать дальше...

طالبانو د برښنا له درکه پوروړو ته خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت وايي، د تېر نظام چارواکي، سیاسیون او زورواکي چې د برښنا له درکه پوروړي دي که خپل پورونه ورنه کړي جایدادونو به یې مصادره شي. د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکوي که خپل پورونه پرې نه کړي، له جدي چلند سره به مخ شي. د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د برښنا شرکت په تېرو دوه اونیو کې په کابل کې د برښنا ۳۲۹ پوروړي پېژندلي چې تر دا مهاله ۳۳ تنو د دوی۳۰ سلنه پور ادا کړی. Читать дальше...



د کرکټ نړيوال کپ دوهمه ورځ: سکاټلېنډ ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

Mashaalradio.com 

د شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ په دوهمه ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، سکاټلېنډ ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه. د اسټرېليا په هوبارټ‌کې، سکاټلېنډ لومړی بېټيننګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۰ رنزونه جوړ کړل. ویسټ انډيز دا هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۱۱۸ رنزونو په جوړولو سره په ۱۹م اوور کې اوټ شول.  دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په دغو سیاليوو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي .

رحيم صديقي: نړيوال جام لپاره د ځانګړو پيغامونو په اړه له خلکو سره مشوره کووم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځانګری مینه‌وال رحیم صدیقي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغان لوبډلې د هڅونې په خاطر له ملي بیرغ سره لوبو ته ورځي او دغه شان په ځان ځني انځوريز او ليکلي پيغامونه هم جوړوي، چې له دې امله د خلکو تر منځ ډېر مشهور دى. ښاغلي صدیقي ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه یې تل له خلکو سره مشوره کړې ده چې کوم پیغامونه مهم دي چې باید په رسولو کې یې ونډه واخلي. نوموړی وايي: "زه کله چې سفر کوم، یوه وړه ويډیو جوړوم او له خلکو پوښتم چې کوم پیغام خپور کړم، لکه د نجونو د ښوونځيو او ملي یووالي... Читать дальше...

د طالبانو عامې روغتيا وزارت په ۲۲ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړی. روان کال په افغانستان د پولیو دوه مثبتې پېښې په پکتیکا او کونړ کې ثبت شوې، چې په دې هېواد کې یې د یادې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه زیاته کړه. که څه هم طالب چارواکي وايي، ژمن دي چې افغانستان له پولیو ویروس پاک کړي، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده. د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د پولیو د له‌منځه‌ وړلو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مسؤل نېک ولي‌ شاه مومن زادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین... Читать дальше...

روسيې د اوکراين پر پلازمېنه تازه بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

پر کیف او جنوبي ښار دنیپروپیتروسک دا هوایي بریدونه یوه اوونۍ وروسته تر هغه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د لسګونه توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول. د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندری ییرمک پر خپله ټیلګرام پاڼه لیکلي، کیف باندې د کامیکازه په نوم بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله برید شوی دی. روسیه په دې وروستیو کې وخت نا وخت د اوکراین پر مېشت ځایونو او زیربناوو په ځانګړې توګه د انرژۍ پر ستیشنونو بریدونه کوي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چاودنو نن سهار کیف ښار لړزولی او ده د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې لږ تر لږه درې چاودنې شوي دي.

د چین د چنګ سیمې لاسي صنعت ځانګړی نوم لري

Mashaalradio.com 

د چین د چنګ سیمې لاسي صنعت ځانګړی نوم لري. په کشيده کارۍ کې د هغوی ځانګړې ټانکې او پر هغه د ګل ګندې لاسي کار يوشمېر سيمو کې نوم وړی دی. په چنګ سيمه کې دا هنر ښځو ژوندی ساتلی دی، او د هغې سيمې هره مېرمنه په دغه هنر پوهه ده او د زیاترو د روزګار وسیله هم ده. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.

روسیې نن سهار د اوکراين پر پلازمېنه بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي حملې وشوې. پر اوکراین د روسیې د تیرې اونۍ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه نولس کسان وژل شوي و. د اوکراین د ولسمشر د دفتر ریس اندرې یرموک په خپلې ټلګرام پاڼه کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې ښار څو چاودنو لړزولی او عیني شاهدانو د درې چادونو خبر ورکړی دی. تر اوسه د دغو چاودنو د احتمالي مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي او د کییف ښاروال هم له خلکو غوښتي چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

پاکستان: په ضمني ټاکنو کې تحریک انصاف زیاتره چوکۍ ګټلې دي

Mashaalradio.com 

د قامي اسمبلۍ د ملتان له څوکۍ پرته ټولې په اپرېل کې له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د لیرې کېدو پر مهال د ۱۲۳ غړو د استعفا له کبله خالي شوې وې. د ملتان څوکۍ د تحریک انصاف زین حسین قریشي په جولای کې پرېښې وه او د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

پاکستاني چارواکي: بلوچستان کې ۵ سخت دريځې وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وایي، د دې هېواد په جنوب لویدیځ یوه نا ارمه سیمه کې د پولیسو او سخت دریځو ترمنځ په ډزو کې پنځه سخت دریځي وژل شوي دي. د پاکستان د ترویزم په وړاندې د مبارزې پولیسو پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، دا پېښه د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو د هغو سخت دریځو په وړاندې عملیات ترسره کول چې د اوکتوبر د ۱۴ حملې ترشاه یې لاس درلود. په دغه حمله کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د خبرپاڼې له مخې له سخت دریځو وسله‌والو سره په ډزو کې د امنیتي ځواکونو څلورغړي ټپیان شوي دي.

نن د افغانستان يو شمېر ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له پنځو کلونو کم‌عره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد د واکسين کمپاین پیل شي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړادارې یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او د ټول عمر لپاره یې له فلج څخه خوندي کړي. ویل شوي چې د پولیو ضد د واکسين دغه کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې ترسره کېږي. په عین حال کې د بیل او میلیندا ګیټس بنسټ... Читать дальше...

د افغان ښځو په تړاو د ملګرو ملتونو بحثونه څومره مهم دي؟

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا اوونۍ د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو ازاد بحثونه ترسره کړي. دا بحثونه څومره مهم دي او ایا د افغان ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي؟ همدا پوښتنه د یوې مرکې په پيل کې  اسداله لودین د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل څخه کړې ده. د اغلې شينکۍ کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د ايران په يوه زندان کې د اورلګېدنې له امله څلور تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضایي چارواکي وایي، د تهران په زندان کې د اورلګېدنې له کبله څلور تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې ګڼ شمېر سیاسي زندانیان او هغه کسان چې وروستیو مظاهرو کې یې ګډون درلود، دغه زندان کې ساتل کېدل. پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې ښکارېدل چې له "ایوین" زندانه دود او لمبې پورته کېدې. دا پېښه داسې مهال کېږي چې په ایران کې مظاهرې پنځمې اوونۍ ته وغځېدې. د ایران حکومت د امریکایي ولسمشر جوبایډن پر هغو څرګندونو کلکې نیوکې کړي چې ویلې یې دي، د دغو اعتراضونو ملاتړ کوي.

د طالبانو حکومت: له ۲۵۰۰ زيات کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له دوه نیم زرو زیات افغان کډوال تازه له ایرانه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د نیمروز ولایت د وریښمو پول له لارې ۲۶۲۸ افغان کډوال له ایرانه ستانه شول. خبرپاڼه کې د نیمروز د کډوالو ریاست په حواله راغلي، له دې ډلې ۴۷ کورنۍ د لاسنیوي په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم ) ته ورپېژندل شوي دي. خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا افغان کډوال په څه ډول او د کوم تفاهم له لارې... Читать дальше...

د طالبانو د پاسپورټ رياست نوي مشر دنده پيل کړه؛ خو د پاسپورټ وېش لا نه دی پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پاسپورت نوي مشر مولوي عبدالکریم حسیب خپله دنده پيل کړه، خو د پاسپورت د وېش د بیا پيل په اړه یې هیڅ هم ونه ویل. ښاغلی حسیب پرون یکشنبه خپلې دندې ته معرفي شو. د پاسپورت ریاست تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د تلې میاشتې له شپاړسمې به تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورت وېش بند وي. دوی د دغه ځنډ لامل تخنیکي بللی او ویلي یې دي، د پاسپورټ د چاپ او اړوند نور تخنیکي وسایل ترمیم ته اړتیا لري. د طالبانو د حکومت له پيله د پاسپورت وېش ستونزمن و او خلک یې د اوږده او پېچلي بهیر په اړه تل شکایتونه کوي.

سنډې ګارډین: آر اې ټي ایس په افغانستان کې د تروریستي ډلو پر ضد اقدامات کوي

Pa.azadiradio.com 

سنډې ګارډین: سنډې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ګډو تروریستي ضد اقداماتو د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییز تروریستي ضد چوکاټ یا (RATS) اراده کړې چې په افغانستان کې د مېشتو تروریستي ډلو پر ضد ګډ اقدامات وکړي. د ورځپاڼې پر اساس دا پرېکړه د آر اې ټي ایس د شورا په هغه غونډه کې وشوه چې هند یې کوربه و. سنډې ګارډین لیکلي چې جګپوړو دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي، په دې پرېکړه کې ډېره مهمه دا ده چې د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو... Читать дальше...

د روغتيا نړيوال سازمان کابل کې د اتاترک ماشومانو روغتون سره د درملو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کابل د اتاترک ماشومانو روغتون ته یې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې دارو درمل برابر کړي دي. (ډبلیو.ایچ.او) پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دا درمل یې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د صندوق پر مټ دغه روغتون ته رسولي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا مسؤلينو او ملګرو ملتونو ویلي چې، افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندواره مېندې له خوارځواکۍ کړیږي. په دوی کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو خوارځواکی حاده یا جدي بلل شوې ده.

افغاني سرې مياشتې ټولنې اړمنو خلکو سره د مرستې د دوام خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر وایي، راتلونکو میاشتو کې به هم له اړمنو افغانانو سره د دوی د خیر ښېګڼې چارې دوام پيدا کړي. مولوي مطیع الحق خالص دغه څرګندونې پرون یکشنبه د سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ مراسمو ته په وینا کې وکړې. دغې غونډه ته د افغانستان لپاره د سره صلیب استازي ایلیو فیلیون هم خبرې کړي او د بې‌وزلو او مصیبت ځپلو په لاسنیوي کې يې د سرې میاشتې رول ستایلی دی. د سرې میاشتې مشر ویلي، تېر یوه کال کې یې له شاوخوا دوه نیم لکه بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې او په خبره یې، راتلونکی کال به دغه مرسته نوره هم زیاته کړي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالب چارواکو سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کابل کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي. اوتنبایوا پرون یکشنبه د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیالانو عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر او وړمه ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره جلا جلا کتلي دي. د طالبانو د ارګ مطبوعاتي ډلې او د بهرنیو چارو وزارت یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو د دغو لیدو کتو انځورونه او خبرونه خپاره کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *