Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ایران کې ناکرارۍ؛ کاناډا په لسګونه ایراني چارواکو او ادارو بندیزونه ولګول

0
په ایران کې د ناکراریو له دوام سره جوخت، کاناډا په لسګونو ایراني چارواکو او ادارو باندې نوي بندیزونه ولګول.


کاناډا د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو له امله پر یو شمېر ایراني امنیتي چارواکو نوي بندیزونه ولګول.


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي پرون وویل چې دا بندیزونه د اخلاقي امنیت د پولیسو پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو په ګډون د بشري حقونو د سختو سرغړونو په غبرګون کې پر ایراني چارواکو لګول شوي دي.




په دې اقدام کې کاناډا د سپاه پاسداران د لوړپوړو چارواکو او د استخباراتو او امنیت د وزارتونو په ګډون پر ۲۵ کسانو او ادارو بندیزونه لګولي دي.


د ایران د پوځ لوی درستیز محمد حسین باقري، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان حسین سلامي او د قدس ځواکونو قومندان اسماعیل قاآني د کاناډا په نویو بندیزونو کې شامل دي.


د ایران انګریزي ژبې دولتي ټلویزیون پرېس ټي وي او د اخلاقي امنیت پولیس چې په ارشاد مشهوره دي هم تر بندیزونو لاندې راغلي.


په کاناډا کې به د دغو اشخاصو او ادارو ملکیتونه او شتمنۍ کنګل او له دوی سره به د دوه تابعیته کاناډایانو او ایرانیانو اړیکې منع شي.


دا خلک به پخپله هم کاناډا ته د ننوتلو اجازه ونه لري.


مهسا امیني تر مرګ مخکې د اخلاقي امنیت د پولیسو له خوا په ظاهره د بد حجابۍ په تور نیول شوې وه.


چارواکو دوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې نوموړې د زړه د حملې له امله مړه شوې، خو خپلوانو یې دا خبره رد کړې او د عیني شاهدانو په حواله یې ویلي، چې نوموړې د پولیسو له خوا وهل شوې وه.






د مهسا امیني مړینه په ټول ایران کې د غوسې او پراخو مظاهرو سبب شوه او په دغه هېواد کې له څه باندې دوو اونیو راهیسې ورځنۍ مظاهرې روانې دي.


حکومتي چارواکو هم ژمنه کړې چې په کلکه به د دغو مظاهرو مخه ونیسي.


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي وویل، کاناډا د ایرانیانو د زړورتیا او اقداماتو ستاینه کوي او د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هغوی تر څنګ درېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *