Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

روسيې نن پر اوکراين د توغندويي بريدونو نوې څپه پيل کړه

0
د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې روسیې نن پر اوکراین د توغندويي حملو نوې څپه پیل کړه.


اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار مهال شل راکټونه راپرېوتل.


د اوکراین د جنوبي سیمې زاپوریژیا چارواکو د ۱۲ توغندیو لګېدل تأیید کړي دي.


همدا راز پلازمېنې کییف ته نژدې او نورو ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.


روسیې پرون د اکتوبر په لسمه نېټه هم د اوکراین پر پلازمېنه کییف او څو نورو ښارونو راکټي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۹ کسان ووژل شول.


روسیې ویلي دا حملې یې د هغې چاودنې په غبرګون کې پیل کړي چې د روسیې او اشغال شوې کریمیا ترمنځ یو مهم پل یې ویجاړ کړ.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *