Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

کونړ کې د پخواني نظام دوه پوځيان وژل شوي

0
په کونړ ولایت کې دوه تنه چې ویل کېږي د پخواني نظام پوځیان وو، وژل شوي دي.


یوه امنیتي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوه کسان چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکي وو او د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ ته مېلمه تللي وو، د کور له مالک سره یو ځای وژل شوي دي.


د کونړ د مرکزي روغتون سرپرست ډاکټر مطیع الله ازادي راډیو ته وویل، له نرنګ ولسوالۍ څخه دوه جسدونه ور وړل شوي دي.


نوموړي وويل: "د یوه هویت معلوم دی چې د شلتن د درې اوسېدونکی دی، د هغه ځای خلک هم راغلي وو، خو دا بل یو معلوم نه‌دی چې د کوم ځای دی. دوه جسدونه دي، اوس کفنونه ورکول کېږي او تیاروي یې."


بل‌خوا د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې دوه تنه طالبان د یوه رېنجر موټر د ټکر په پېښه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.


دې قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې د طالبانو رېنجر د الینګار ولسوالۍ په نورلام سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین برابر شو.


بیان زیاتوي چې د دې برید د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *