Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د ژورنالېستانو ملي ټولنې له 'سټیفاني ګلینسکي' سره د طالبانو چلند وغانده

0
د ژورنالېستانو ملي ټولنې د سټیفاني ګلینسکي په نوم له یوې بهرنۍ خبریالې سره د طالبانو وروستی چلند وغانده او هغه یې ځورونې او ډارولو یو عمل وباله.


سټیفاني چې په وروستیو څو کلونو کې یې له افغانستانه څو بهرنیو رسنیو ته راپورونه برابرول، طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې چې بېرته افغانستان ته لاړه شي.


هغې ویلي چې طالبانو ور څخه د هغو سرچینو د هویت د شریکولو غوښتنه کړې او دا یې ګواښلې وه چې په افغانستان کې یې د ډبرو د سکرو په تړاو د طالب چارواکو د خپلمنځي لانجو او همدارنګه د پکتیکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په تړاو ورکړي وو.


د ژورنالېستانو ملي ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې محلي او بهرنۍ خبریالانې دواړه د طالبانو لخوا په نښه شوي او ښځینه خبریالانې بیا د ناوړه چلند او ځورونې ترڅنګ په راپور ورکولو کې لا له ډېرو محدویتونو سره مخامخې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *