پوتین له اوکراین څخه په جلا کړیو څلورو سیمو کې نظامي حکومت اعلان کړ
ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبې د روسیې د ملي امنیت په شورا کې وویل چې په دونیڅک، لوهانسک، خیرسون او زاپوریژیا کې یې د نظامي حکومت د جوړولو فرمان لاسلیک کړی دی.
کریملین ویلي چې نظامي حکومت به د اکټوبر د شلمې له سهار څخه نافذ وي.
د روسیې پر دغه اقدام چې د اوکراین دغه څلور سیمې یې په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره ملحق کړي، ملګرو ملتونو، ناټو او لوېدیځو هېوادونو تند غبرګونونه ښودلي دي.
