Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ناروې د یوې بې پیلوټه الوتکې د ناقانونه پرواز په تور یو روسی وګړی نیولی

0
د ناروې پولیسو یو روسی وګړی د یوې بې پیلوټه الوتکې د ناقانونه پرواز په تور نیولی دی.


دا روسی وګړی اندري یاکونین نومېږي چې د روسیې د اوسپنې پټلۍ د پخواني مشر زوی دی.


دا په تېرو څو ورځو کې اوم روسی وګړی دی چې د بې پیلوټه الوتکو د ناقانونه الوتنې او له ممنوعه سیمې د انځور اخیستنې په تور نیول کېږي.


د ناروې صدر اعظم یوناس ګار ستور پرون وویل چې د دغه کار تر شا د بهرنیو استخباراتو لاسونه دی.


پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ناروې او څو نورو لوېدیځو هېوادونو روسان او روسي بنسټونه د دوی پر هوایي حریم د ډرون په ګډون د الوتکو له پروازه منع کړي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *