Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

اېټالوۍ ستور مزلې کريسټو فوريټي فضا کې له شپږ مياشتو تېرولو وروسته ځمکې ته ستنه شوه

0
فضا ته د سپیس ایکس د ستورمزلي ټیم څلورم تر ټولو اوږد ماموریت د اکتوبر په څوارلسمه نېټه پای ته ورسېد چې، سمانتا کریسټو فوریټي د دې ماموریت غړې وه.


دا وايي، فضا د تګ د فرصت په خاطر منندویه ده.


دې د جرمني په کولن ښار کې د اروپايي ستورمزلو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په پر مهال وویل، دا هغه څه دي چې دا ورته سترګې په لاره وه.




نوموړې وويل: "او له همدې امله زه د دې فرصت لپاره د زړه له تله منندویه یم. او د دې فرصت لپاره مننه کوم چې په دې ماموریت کې ما د مشرتابه ځینې دندې ترسره کړې. دا زما په فکر د یوه مسلکي کس په توګه د خوښۍ وړ خبره ده."


۴۵ کلنې کریسټو فوریټي وویل، تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې دا یقیني کول دي چې ټیم یې د دې تر مشرتابه لاندې په اسانۍ سره کار وکړي.


کریسټو فوریټي لومړنۍ اروپایی ښځه ده چې د ISS مشره او د دې نړیوال فضايي تم‌ځای پنځمه اروپایی قوماندانه وه.




کریسټو فوریټي د شنبې په شپه (د اکتوبر ۱۵) د ISS له اوسني ماموریت ۶۷ له سفره ځمکې ته ستنه شوه.


د ISS د ډېری عملې ماموریت دا و چې د ساینس پر بنسټ ګڼې د ټکنالوژۍ تجربې وکړي.


مهمه برخه یې دا وه چې د انسان په حجرو کې د ځمکې د کشش له کبله رامنځته شوي بدلونونه وڅېړي.




د دوی په تحقیق کې په فضا کې د انسان د بدن د مدافعې پر قوه باندې د خوړو د تغیر اغېز، د معدې روغتیا او تغذیې شاخصونو مستند کول هم شامل وو.


د امریکا د فضايي ادارې ناسا په وینا، فضا ته د دوی د سفر پر مهال دغه ستورمزلې عمله پر ځمکه شاوخوا ۲,۷۲۰ وار - چې په هرو ۹۰ دقیقو کې یو ځل وي – راڅرخېدلې او په فضا کې یې شاوخوا (۱۱۶ ملیون کیلومتره) اوږد سفر کړی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *