Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د برېتانيا صدراعظمې ليز ټرس له ۴۵ کاري ورځو وروسته استعفا ورکړه

0
د برېتانیا صدراعظمې او د محافظه کار ګوند مشرې لیز ټرس له ۴۵ ورځو کار وروسته استعفا ورکړه.


هغه د ګوند خپلمنځي لانجو او ګډ وډیو په سبب استعفا ته اړه شوه.


مېرمن لیز ټرس چې د سپټمبر په شپږمه د بوریس جانسن ځای ناستې شوه، په یوه بیان کې نن د اکتوبر په شلمه وویل، د کومو اهدافو لپاره چې دا ټاکل شوې وه نور یې مخته نه‌شي وړلی.


ټرس ډاډ ورکړ چې د ګوند او حکومت له خوا ټاکل شوي هدفونه به تعقیبیږي او تر هغه چې نوی مشر وټاکل شي دا به خپله دنده مخته وړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *