Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې نن درې لوبې ترسره کېږي

0
د کرېکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن د (ب) ګروپ درې لوبې دي، جنوبي افریقا له بنګله‌دېش سره، هند له هالنډ سره او پاکستان له زیمبابوې سره مخامخیږي.


هند او بنګله‌دېش تر اوسه یوه یوه لوبه کړې ده او ګټلي یې دي.


پاکستان خپله لومړۍ لوبه بایللې ده، د جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه د باران له امله مساوي شوې ده.


پرون د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه هم مساوي شوه چې دواړو لوبډلو یو یو امتیاز خپل کړ، سبا به افغان لوبډله په دې جام کې له ایرلنډ سره مسابقه وکړي چې پرون یې د انګلستان ټیم ته ماتې ورکړه.


نړیوال جام د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پیل شو چې پایلوبه یې د نومبر په دیارلسمه ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *