هند ته د پوځي زده کړو په موخه تللي ۲۰ محصلان افغانستان ته ستانه شوي
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان ته ستنو شویو محصلانو ژمنه کړې چې په هر حالت کې د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.
د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې تېرو څو میاشتو کې لسګونه نور پوځي محصلان هم افغانستان ته ستانه شوي چې دوی د پوځ په لیکو کې ځای په ځای کړي دي.
تر دې وړاندې بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو د پخواني پوځ یو شمېر غړي وژلي، شکنجه کړي او یا تري تم کړي دي.
یو شمېر پخوانیو پوځیانو تازه ازادي راډیو ته ویلي چې په بد اقتصادي او امنیتي وضعیت کې ژوند کوي.
