Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 20.02.2023

د افغان نجونو پر زده‌کړه او تحصيل د فشارونو پر ډېرېدو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

یو اس اې ټوډې (USA Today): امریکایۍ ورځپاڼې یو اس اې ټوډې په خپله تازه ګڼه کې د ښځو او نجونو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو د فشارونو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده، چې ځینې نجونې یې په انلاین ډول زده کړو ته مجبوره کړي دي. خو اوس یوه ډله افغان نجونې او ښځې د انټرنټ له لارې د امریکا د متحدو ایالتونو په نیوجرسي ایالت کې د انګرېزۍ د زده کړې له یوه کورس سره ملګري کېږي. د ورځپاڼې په لیکنه، د دغو افغان نجونو او ښځو کامرې بندې وي، مخونه یې پوښلي او د خپل فون له لارې له ټولګي سره وصل وي. د دوی عمرونه... Читать дальше...

جو بايډن اوکراين ته د نويو پوځي تجهيزاتو د ورکولو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن په کیف کې له پنځه ساعته تېرولو او له ولسمشر زلنسکي سره تر لیدنې وروسته له اوکراین ووت. بایډن پر اوکراین د روسیې د برید د کلیزې په مناسبت له اوکراین څخه لیدنه وکړه او له کیف سره یې د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړ. پر اوکراین د روسیې ناموجه برید د نړۍ امنیت ټکنی کړی دی. جوبایډن له خپل اوکرایني سیال سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نور پوځي تجهیزات ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه یو نوی برید پلان کړی او د امریکا متحدین هڅه کوي چې د مسکو پر وړاندې متحده جبهه جوړه کړي.

د ايران په تهران کې نوې مظاهرې شوي

Pa.azadiradio.com 

دا مظاهرې څو میاشتې وړاندې د ارشاد د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو پر ضد د اعتراضونو دوام دی. د تهران په جنت اباد سیمه کې مظاهره‌چیانو نن د هغه څه پر ضد مظاهره وکړه چې دوی یې په فردي ازادیو کې د حکومت لاس‌وهنه بولي. دوی د خپلو کورونو له بامونو او برنډو د ازادۍ په پلوۍ او د حکومت پر ضد شعارونه ورکول. د ښار په یو شمېر سیمو کې چې د وروستیو لاریونونو اصلي سیمې وې، د امنیتي ځواکونو حضور زیات شوی او د یو شمېر کسانو د نیول کېدو راپورونه هم شته. د یاسوج، رشت او بندر عباس په ښارونو کې هم د ورته اقداماتو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا ولسمشر نن اوکراین ته تللی وو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، تر هغو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي چې اړتیا یې وي. بایډن دغه څرګندونې نن د اوکراین پلازمینې کیف ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر مهال وکړې. اسداله لودین دغه موضوع تعقیب کړې

د کولمو د ګیس او دایمي قبض لاملونه څه دي؟

Mashaalradio.com 

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د نس پر ګیس او دایمي قبض او د دواړو ترمینځ پر اړیکو غږېدلي یو. په خپرونه کې د ګیس او قبض د لاملونو، علاماتو او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه معلومات درکوو. له دې پرته د دایمي قبض د ناوړه اثراتو په اړه هم اورئ. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د پُل سوخته نوم پر خوشبختۍ بدلول؛ کارپوهان: دا کار يوازې سمبوليکه بڼه لري

Pa.azadiradio.com 

پُل سوخته د خوشبختۍ تر پُوله. هغه پُل چې تر لاندې یې څو کاله دوامداره په زرګونو ځوانان، ښځې او ماشومان د نشه‌يي توکو قرباني وو. دا پُل په کابل کې د بې کوره نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لپاره خوندي ځای و. ياد پُل چې د ډول ډول نشه‌يي توکو د لوګيو له امله یې تور او غمجن انځور خپل کړی و اوس په ښه ځای بدل شوی دی. په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ له دغه پله څخه سلګونه روږدي کسان راټول کړي او د مسوولینو په خبره یې د درملنې لپاره یې روغتونونو ته لېږدولي دي. د کابل ښاروالۍ ویاند... Читать дальше...

د نقیب مسيد د وژنې په اړه د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت پرېکړه په سيند های کورټ کې چېلېنج شوې

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په زندان کې دننه عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د "ناکافي ثبوتونو" له کبله د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخوانی مشر راو انوار په ګډون ټول ۲۵ پولیسان بري کوي.

موندنې؛ طالبان د بايومټريک دستګاو په کارولو د مخکني نظام امنيتي سرتېري په نښه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د مخکني نظام د امنيتي او دفاعي سرتېرو په نښه کول. د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د څېړنې یا "CID" رئیس بسم‌الله تابان ادعا کوي، چې طالبان په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې د بایومټریک دستګاو او د بشري سرچینو د مدیریت سیسټم یا اپس په وسیله د مخکني نظام امنیتي او دفاعي سرتېري په نښه کوي. د بایومټریک دستګاه او د اپس سیسټم له لارې د ګوتو نښې او د سترګو تصویر اخيستل کېږي او د یوه شخص ټول ثبت شوی هویت ترې معلومېدای شي. بسم‌الله تابان د هغو کسانو... Читать дальше...



ولسمشر عارف علوي د پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبليو ټاکنې اعلان کړې دي

Mashaalradio.com 

محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی دی چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.

کيف ته د جو بايډن ناڅاپي سفر؛ اوکراين سره د ملاتړ ژمنه يې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې یرغل د یو کلنۍ په درشل کې کیف ته تللی دی. کیف ته د بایډن له رسېدو سره سم د خطر زنګونه اورول شوي، خو خبري اژانسونو د کومې امنیتي پېښې خبر نه‌دی ورکړل شوی. بایډن له خپل اوکرایني سیال سره تر لیدو کتو وروسته خبریالانو ته ویلي، د اوکراین خلک له سختو حالاتو تېریږي. هغه زیاته کړې، د دې سفر پر مهال په دې خبرې کوي چې د جګړې د پای ته رسولو او بریا لپاره څه باید وکړي. د بایډن په وینا دوی غواړی، اوکراین نور هم پیاوړی کړي او چمتو یې کړي چې سږ کال بریا ترلاسه کړي. Читать дальше...

د تخار او کندز يو شمېر مالداران: د يخنۍ له امله مو ډېری څاروي تلف شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د تخار او کندز ولایتونو یو شمېر مالداران وايي، سږ کال د سختې یخنۍ له امله د دوی ډېر څاروي له‌منځه تللي او تاوان ور اوښتی. سید رحمن چې د تخار ولایت، یو مالدار دی وايي، سږ کال د وښو د کمښت او د سړې هوا له امله ډېر څاروي مړه شول. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، په سږني ژمي کې یوازې د ده، د غواګانو، وزو او پسونو په ګډون ۳۰ څاروي له‌منځه تللي دي. نوموړی وايي: "سږ کال د څارویو خوراکي توکي کم وو او هوا هم ډېره سړه وه، له همدې امله موږ ته ډېر زیانونه واوښتل. په غوجلې کې هر څه یخ وهلي وو، یوه ورځ سهار... Читать дальше...

طالبانو له ګمرکونو د عوایدو د زیاتېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مالیې وزارت ادعا کړې چې تېرو یولسو میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی. دغه وزارت نن د فبرورۍ ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عواید بې ساري دي او په خبره یې نورو کلونو کې د ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارده افغانیو نه اوښتل. دوی که څه هم د دې کار لامل په ګمرکونو کې د فساد مخنیوی او د سیستمونو عصري کول یاد کړي، خو ځینو سوداګرو پخوا ویلي، پر سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفې منصفانه نه دي. تېر کال ننګرهار کې د صنعت او معدن خونې رییس حاجي تور ملنګ ویلي و، د ګمرکې... Читать дальше...

اوچا د بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سږ کال د څه باندې یوویشت میلیونه بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. اوچا نن د فبرورۍ په ۲۰مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه کال کې به د کمو کرنیزو حاصلاتو له کبله اړمن کسان د اړتیا وړ توکو د اخیستو وس ونه لري. د اوچا په باور د بې وزله افغانانو ورځنی عاید کم او برعکس د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې دي. اوچا داسې مهال یوځل بیا پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښيي چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له منعې کولو وروسته... Читать дальше...

پنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) او پولیسو په وینا، په کلرکهار سیمه کې پېښه د فبرورۍ ۱‍۹مې شپې مهال شوې چې پکې ۱۲ کسان پر هغه ځای مړه شوي او دوو نورو د فبرورۍ پر ۲۰مه په روغتون کې سا ورکړه.

د پوهاند زغم پر مړينه د استادانو او محصلانو وير؛ مړينه يې لويه ضايعه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند احمدشاه زغم مړينه لويه ضايعه وبلل شوه. د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې امر ډاکتر اجمل ښکلي وايي: "زموږ د عرفاني ادبياتو يو ډېر مهم استاد و. د فلکوري او ولسي ادبياتو مهم استاد و." ښاغلی ښکلی د پوهاند احمدشاه زغم مړینه د پښتو ادب لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د عرفاني ادبياتو برخه کې او د ليکوالۍ برخه کې يې ګڼ اثار چاپ شوي دي، زموږ د فوق لېسانس برخه کې او د ماسټرۍ برخه کې يو مهم استاد و،... Читать дальше...

په بصره کې د زړو یا کباړي جامو فیشني ننداره

Mashaalradio.com 

د عراق د تاریخي ښار بصرې په څنډه کې د زړو یا کباړي جامو د دې فیشني نندارې تابیا د چاپیریال لپاره کارکوونکو عراقي فعالانو او موسیقارانو کړې وه. دوی وایي خلکو ته د داسې فیشن ورپېژندل غواړي چې د شتمنو تر څنګ یې غریب خلک هم کولی شي او په ترڅ کې یې نه یوازې زړې جامې له ضایع کېدلو وژغورل شي بلکې چاپېریال هم پاک وساتل شي. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ کې.

په تورخم او دور بابا کې د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده. دغه جګړه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې تېر ماښام د طالبانو حکومت د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړله او ويې ویل چې دا کار يې د پاکستاني واکمنو د ژمنو نه عملي کولو په غبرګون کې کړی دی. د تورخم له سیمې یو شمېر ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې په کې خلک پر منډو دي، له سیمې پښې سپکوي او د جګړې په اړه خبرې کوي. اسوشیتیدپریس خبري اژانس د پاکستان د ځایي پولیسو د یوه چارواکي خالد خان له قوله د ډزو تبادله تایید کړې. Читать дальше...

برازیل کې د توفانونو له کبله د مړو شمېر ۳۶ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د برازیل چارواکو پرون ویلي چې لږ تر لږه په لسګونو کسان د ساو پاولو ایالت په دوو ښارونو کې د وروستیو توفانونو له کبله مړه شوي دي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وینا، تر اوسه د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۶ ته رسېدلی دی. په سېلابونو او د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي. په ساو سیباستیانو اوباتوبا الهابیلا او بیرتیوګا ښارونو کې د کارنیوال جشنونه لغوه شوي او د ژغورنې ډلې د نورو لادرکه شویو کسانو، ټپیانو او مړو د موندلو هڅه کوي. د تلوېزیون په تصویرونو کې ښکاري چې کورونه په اوبو کې ډوب دي او یوازې بامونه یې ښکاري. Читать дальше...

ملګري ملتونه له ایران سره د اټومي فعالیتونو په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې پرون وویل چې له ایران سره د دغه هېواد د اټومي فعالیتونو په اړه خبرې کوي. دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې بلومبرګ نیوز شبکې راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یورانیمو چې خالصوالی یې ۸۴ فیصدو ته رسېږي، غني کول کشف کړي دي. دا هغه فیصدي ده چې د وسلو جوړولو لپاره کارول کېدای شي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ټویټر کې لیکلي، دغه اداره په ایران کې د یورانیمو د غني کولو د حد په اړه د رسنیو پر وروستیو راپورونو خبره ده. د دې ادارې په وینا په دې اړه له ایران... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي، د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی، خو تراوسه یې سقوط نه دی کړی. د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل، د بسپنه ورکوونکو او د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر مټ د دې هېواد روغتیایي سیستم دوام کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو د روغتیایي سیستم مقاومت ته پام نه دی شوی. د عامې روغتیا اونیزې مجلې د شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته... Читать дальше...

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د پولیو ضد د واکسین کمپاین پیلېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ټولو کورنیو وغوښتل چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي. د یونېسف د پولیو د عامه اړیکو مسوول کمال شاه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "له شرقي حوزې کابل ته خلک راځي. له کابله د هېواد نورو سیمو ته ځي. نو هغه خلک چې سفر کوي کولای شي دا ویروس له ځان سره انتقال کړي. نو په دې اساس زموږ له میندو او پلرونو دا... Читать дальше...

په پولنډ کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي زیاتېدا په تړاو خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ صدراعظم ماتیوش موراویسکي وایي، دی او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن به په پولنډ کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي زیاتېدا او د هغوی د دایمي کېدو په اړه خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن به د فبرورۍ له شلمې تر۲۲ پورې له پولنډ څخه کتنه ترسره کړي. متحده ایالات شاوخوا یولس زره پوځیان په پولنډ کې لري چې په دوره یې توګه دې هېواد ته استول کېږي. بایډن په تېره جون میاشت کې ویلي چې متحده ایالات به د روسیې د ګواښونو په ځواب کې د پوځ یوه نوې دایمي قومنداني په پولنډ کې تاسیس کړي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *