Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2023

د روسیې د سایبریا په نووسیبیرسک کې چاودنې لږترلږه ۵ کسان وژلي

0
د روسیې د سایبریا په نووسیبیرسک ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې چاودنې لږترلږه ۵ کسان وژلي دي.


د روغتیا ادارې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو دوه کلن ماشوم هم شامل دی.


د چارواکو په وینا، چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې او د استوګنې په پنځه پوړیزه ودانۍ کې یې ۳۰ اپارتمانونه ویجاړ کړي دي.


د ګازو دا ډول چاودنې زیاتره په پخواني شوروي اتحاد کې د ګازو د پخوانیو پایپونو او د خوندیتوب ضعیف معیارونو له امله رامنځته کېږي.


دوه ورځې وړاندې د روسیې په لوېدیځ کې د تولا په سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *