Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2025

عوامي نیشنل ګوند وايي د مولانا خانزېب د وژنې مقدمه د ریاست پر ضد دایروي

0
عوامي نیشنل ګوند وايي، د خپل مخکښ سیاستوال مولانا خانزېب د وژنې مقدمه د دولت (ریاست) پر وړاندې دایروي. په باجوړ کې د ګوند د ضلعي سېکرټر مرستیال سید صدیق اکبر د جولای پر ۱۱مه د مولانا خانزېب جنازې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ریاست د خلکو د ساتنې مسوول دی نو ځکه په مقدمه کې له دولته پوښتنه کوي. د نوموړي جنازې ته د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو ترڅنګ سلګونه ځايي خلک ورغلي ول. هغه او یو ساتونکی یې د جولای پر ۱۰مه په وسلوال برید کې ووژل شول. پر هغوی د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *