Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2025

د کورمې انتظامیه وايي د ټل او پاړه چینار ترمینځ یې متبادله لاره پرانېستې ده

0

چارواکي وايي د ټل او پاړه چینار ترمینځ په متبادله لاره د ورځې له ۱۰ تر درو بجو د مساپرو او مال وړونکیو ګاډو تګ راتګ کېږي. خلک وايي، د ټل او پاړه چینار ترمینځ لاره چې پخوا به ۶۰ کیلومیټره جوړېده اوس ورته ۸۸ کیلومیټره پرېووځي. دوی وايي متبادله لاره په ښه حالت کې نه ده، ځای په ځای ډنډونه، خوړونه او لوړې ژورې مخې ته ورځي او په کنډ او کپر حالت کې ده. خو بل پلو، انتظامیه وايي، پخوا د سیمې حالات دومره خراب وو چې په ټل ـ پاړه چینار سړک د مساپرو او مال وړونکیو ګاډو د تګ راتګ تصور هم نه شوای کېدای خو اوس تر ډېره بریده دا هرڅه ممکن شوي دي. په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ د تاوتریخوالي نه پس د ټل ـ پاړه چینار عمومي لاره نږدې یو کال کېږي چې تړلې پرته ده.

نور حال په دې ويډیويي راپور کې.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *