پاکستان د سېپټېمبر له پیله د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ رسماً پیلوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده.یاد وزارت د اګست پر څلورمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلې دي چې د اګست په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د ترسره شوې یوې غونډې پر مهال پرېکړه شوې ده چې پي او ار کارډ لرونکي افغانان به افغانستان ته لېږل کېږي. خبرتیا وايي، د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د حکومت د هغې هڅې یوه برخه ده چې د پاکستان له خاورې غیرقانوني بهرنیان ویستل غواړي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي دي چې د پرېکړې له مخې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو لړۍ فوري پیلېږي خو د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.
دا کډوال وروسته له هغې په جبري توګه بیرته افغانستان ته ستنېږي چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د پې او ار کارډ لرونکیو کډوالو د پاتي کېدو موده تمدید نه کړه.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري. پاکستان بیا وايي چې د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.
پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
د طالبانو حکومت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.
له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو تهران دا تور ردوي او وايي، افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.