سوات قامي جرګه وايي حکومت دې د ولس د سر او مال خوندیتوب باوري کړي
د سوات قامي جرګې په مظاهره کې په زرګونو شمېر کې خلکو برخه واخیسته. د سېپټېمبر د ۱۹مې دا مظاهره د سوات په مټه کې وشوه. د جرګې مشران وايي، امن غواړي او دا د حکومت مسوولیت دی چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب باور ورکړي. دغو مشرانو مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د وسلوالو خلاف عملیات وکړي خو ولس دې نه ځوروي او کډو کولو ته دې یې نه مجبوروي.
دا مظاهره وروسته له هغې ترسره شوه چې د سېپټېمبر پر نهمه په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر جعفر خان په وسلوال برید کې ووژل شو.
د سوات انتظامیې او پولیسو د تازه حالاتو په اړه څه تبصره نه ده کړې خو تر دې وړاندې په اګست میاشت کې د سیدو شریف د کمیشنر په دفتر کې په یوه غونډه کې له سواته د صوبايي او قامي اسمبلۍ منتخبو استازو، د پولیسو مشرانو او انتظامي چارواکو ګډون کړی وو.
د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر (ډي ای جي) شېر اکبر خان هغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، خلکو ته باور ورکوي چې پولیس او امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت ساتلو ته ژمن دي او د هر ډول حالاتو مقابله کولی شی.
د مشال راډیو خبریال راپور لري.