Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

زوهران ممداني د نيويارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه دنده پيل کړه

0

زوهران ممداني د امريکې د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه لوړه وکړه.زوهران ممداني د جنورۍ په لومړۍ نېټه سهار وختي د نیویارک د ښاروال په توګه د څلورو کلونو لپاره لوړه وکړه. د ډيموکراټ ګوند ۳۴ کلن ممداني له نیمې شپې وروسته د ښاروالۍ د تالار لاندې د ميټرو په یو شاړ سټېشن کې په داسې حال کې پر قران د لاس په اېښودو لوړه وکړه چې مېرمن یې څنګ ته ولاړه وه. هغه د نيويارک ۱۱۲م ښاروال دی.

زوهران ممداني لومړی مسلمان او لومړی هندی نژاده امريکايي شو چې د نيو يارک ښاروال شو. د هغه مور د هندي فلمونو مشهوره هدايتکاره، مېرا ناير او پلار یې پروفیسر محمود ممداني دی چې د ګڼو کتابونو ليکوال دی. زوهران ممداني په يوګانډا کې زيږېدلی او بیا په ۷ کلنۍ کې له کورنۍ سره امریکې ته کډه شوی. نوموړي په ځوانۍ کې سندرې ويلي خو په سياسي فعاليتونو کې هم دخيل وو.

ممداني د ډېموکراټ ګوند لخوا د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر څلورمه د نيويارک ښاروالۍ انتخاباتو ته ولاړ وو. د هغه د کمپاين ډېره برخه پر ځوانان متمرکزه وه او د کډوالو کلک ملاتړی دی. نوموړي د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمب سره سخت اختلافات څرګند کړي، ټرمپ ويلي وو که ممداني ښاروال شي، پر نيويارک به ځيني وفاقي يا فيډرالي فنډونه ودروي. خو کله چې ممداني د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او په وایټ هاوس کې یې له ولسمشر ټرمپ سره وکتل، نو هغه وويل چې د ممداني پاليسیانې یې خوښې شوې او له هغه سره کار کولو ته تیار دی.

زوهران ممداني پخوا د نيويارک ښاروالۍ ټاکنو کې تر ګډون مخکې د هغه ايالت د اسمبلۍ غړی وو. نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې په سياست کې هغه وخت ډير نوم پيدا کړ چې د نيويارک د ټېکسيوانانو په احتجاج کې یې د هغوی سره يو ځای ۱۵ ورځې د نه خوړو هړتال وکړ. هغو ټېکسيوانانو د ټېکسونو او د ټېکسي موټرو د نرخونو زیاتولو پر ضد مظاهرې کولې.

ممداني د ښاروالۍ د ټاکنو د کمپاين په وخت د خپلې سوشلېزم (سوسیالېزم) نظریې له مخې له خلکو سره وعده کړې چې په نيو يارک ښار کې به د کورونو کرایې کموي، د کډوالو د پناه غوښتنې ملاتړ به کوي، پر مالدارو خلکو به تر نورو ډېر ټیکسونه لګوي او د ماشومانو د روزنې لګښتونه به ټيټوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *