Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که د وينزويلا نوي مشران همکاري ونکړي، لوړ قیمت به ادا کړي

0

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی دی چې که د وینزويلا واکمن له واشنګټن سره همکاري ونکړي نو لوړه بیه به پرې کړي.د جنورۍ پر څلورمه، ده انټلانټېک خپرونې سره په مرکه کې ټرمپ وويل چې که د وينزويلا سرپرسته ولسمشره، ډېلسي روډرېګز هغه څه ونکړي چې سم دي، نو تر مادورو به لویو پايلو سره مخ شي.

دا له هغه وروسته ده چې امريکايي ځواکونو د جنورۍ پر درېيمه د وینزويلا پلازمېنې کاراکاز کې په عملياتو کې د هغه هېواد ولسمشر نيکولاس مادورو او د نوموړي مېرمن ونيوله او نيويارک ته یې ولېږدول. پر هغوی به د نشه يي موادو د قاچاق په تور مقدمه چلېږي.

تر امريکايي حملې وروسته د وينزويلا سرپرستې ولسمشرې روډرېګز ويلي وو چې دوی به د امريکا غلامان نه شي او زر تر زره دې مادورو خوشې شي. خو وروسته یې خپل بیانونه نرم کړل او پر اېکس یې وليکل چې امريکا ته د مسايلو د حل په اړه د مذاکراتو وړانديز کوي.

د مادورو تر نيولو وروسته، ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې اوس به د وینزويلا چارې امريکايي چارواکي چلوي. هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی کړی.

د یادونې ده چې مادورو د هغو عملياتو په ترڅ کې نیول شوی چې امریکې ځانګړو ځواکونو د جنورۍ د دویمې او درېيمې ترمنځ شپه کې د وینزويلا سرښار، کاراکاس کې ترسره کړل. مادورو تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی او په يو زندان کې دی. د فاکس نيوز يو خبریال په خپره کړې ويډيو کې ښکاري چې مادورو لاستړلی وو او چپلکې یې په پښو وې. هغه لومړی په نیویارک کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) یوې ودانۍ او بیا په بروکلین کې د سختو امنیتي تدابیرو لرونکي يو جېل ته لېږدول شوی دی. په ويډيو کې ۶۳ کلن مادورو په ظاهره خبریالانو ته وايي: "شپه مو په خیر. نوی کال مو مبارک شه."

د وینزويلا تېل او طبیعي زېرمېوینزويلا هره وځ يو ميليون بېرله خام توليدوي. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر درېيمه په خبري غونډه کې وويل چې د مادورو تر نيول کېدو وروسته به امريکا د وینزویلا د تیلو په صنعت کې "خورا په ژور ډول دخيله پاتې شي". هغه زیاته کړه: "موږ به د تېلو لوی امريکايي شرکتونه چې په نړۍ کې ترټولو لوی دي، هلته ولیږو. دوی به هلته اربونه ډالر به مصرف کړي. د تیلو ویجاړې شوې زیربناوې به ترمیم کړي او د هیواد لپاره به د پیسو ګټل پیل کړي."

امریکې د وینزویلا د تېلو پر پراخو زېرمو او کاروبار له ۲۰۱۹ کال راهیسې بندیزونه لګولي‌ دي. امريکا وايي هغه تېل د نشه يي‌ موادو د قاچاق او ودې لپاره کارېږي. واشنګټن پر مادورو تور پوې کړی چې د وینزويلا د تېلو پیسې یې امريکا ته د نشه يي‌موادو د قاچاق لپاره کارولي دي. امريکا د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د هغه د نيولو لپاره د پنځوس ميليونو ډالرو د جایزې اعلان وکړ او د هغه حکومت یې د نشه يي موادو د قاچاقوني ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه.

مادورو د ۲۰۱۳ کال راهیسې د وینزويلا ولسمشر وو. نوموړي تر هغه کال وروسته، هر ځل د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې چې د بشري حقونو ادارې او نړيوال څاروانکي یې له درغليوو ډکې بولې. واشنګټن هم دريځ لري چې مادورو د خلکو په رایو نه وو منتخب شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایکس پاڼه په یو بیان کې تور پورې کړی چې نه نیکولس مادورو د وینزوویلا ولسمشر دی او نه هم د هغه حکومت قانوني جواز لري.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *