Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د عمران خان خویندو له ورور سره د ملاقات تر ډاډ وروسته خپل احتجاجي پرلت ځنډولی دی

0

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د بندي رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان خویندو تر هغې وروسته د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته څېرمه خپل پرلت ځنډولی چې چارواکو ورته له نوموړي سره د لیدو ډاډ ورکړ.د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد مشر محمود خان اڅکزي او د عمران خان خور علیمې خان د جنورۍ پر اوومه تر نیمې شپې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې پولیسو ورته ډاډ ورکړی دی چې ورته به د جنورۍ پر ۱۳مه د تحریک انصاف له بنسټګر سره د لیدو اجازه ورکړي.

غورځنګ پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) له خبریالانو سره د اڅکزي او علیمې خان د خبرو ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې د مجلس وحدت مسلمین مشر راجا ناصر عباس په ګډون د پي ټي ای یوشمېر سیاستوالان او د ګوند ګڼ پلویان ښکاري.

علیمې خان په خپلو خبرو کې وویل که چارواکو ورته راتلونکې اونۍ له ورور سره د لیدو اجازه ور نه کړه نو بیا به پرلت وهي او ورته به دوام ورکوي.

هغې په خپلو خبرو کې دا دعوه بیا تکرار کړه چې چارواکو یې ورور په "زندان کې ګوښه" ساتلی دی.

د عمران خان خویندو او د تحریک انصاف مخکښو سیاستوالانو په بیا بیا ویلي دي چې حکومت پر عدالتي امر سربېره له عمران خان سره د لیدو اجازه نه ورکوي.

د زندان انتظامیې رسماً د هغوی د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو چارواکو یې د نومونو نه جوتولو په شرط ځینو رسنیو ته ویلي، د "یولړ امنيتي او انتظامي ستونزو" له امله له خان سره د ليدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت البته وايي چې د قانون له مخې یې له خان سره پر ملاقاتونو بندیز لګولی دی.

د عمران خان خور عظما خان د څو اونیو تر هڅو وروسته د ډېسېمبر پر دویمه له خپل ورور سره تر لیدو وروسته وویل چې خان ښه دی خو ګوښه ساتل شوی دی.

تر دې وروسته وفاقي حکومت په وروستیو کې پر عظما خان د زندان د "ضابطې ماتولو" پر سر له خپل ورور سره پر ملاقات بندیز ولګاوه.

د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ د ډېسېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې نوموړې له خپل ورور سره په ملاقات کې "سیاسي بحثونه" کړي دي نو ځکه نور ورسره نه شي لیدلای.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

داراز، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.

د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *