پر ډېورنډ کرښه د لارو پرانيستو په اړه د افغان او پاکستانيو سوداګرو ناسته ځنډول شوې ده
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو هغه ناسته چې ټاکل شوې وه د دواړو هیوادونو ترمينځ د لارو د بیا پرانیستلو په اړه پکې خبرې وشي، ځنډول شوې ده.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د پخوانیو خبرو له مخې ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو پلاوي پر همهغه ورځ د تورخم په صفري نقطه کې سره وګوري، خو د هغه په وينا، د پاکستان شخصي یا خصوصي سېکټور ورته د "تخنیکي ستونزو" په یادولو وځنډوله.
بلخوا د پاکستان د سوداګرۍ خونې یو غړي سید حسین جواد کاظمي ويلي دي چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو باصلاحیته کمېسیون د خبرو لپاره معرفي کړي، خو د هغه په وينا، تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دوی دا و نه ویل چې ایا د ناستې لپاره بله نېټه ټاکل شوې او که نه.
دا تر هغې وروسته ده چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی وو چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.
د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي.
د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان لارۍ چلوونکو د لارو د خلاصېدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.
