ټرمپ وايي ایران د مظاهرچیانو "وژنې درولي" او "اعدامونه هم نه کېږي"
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، "کره سرچينو" ورته ويلي چې په ایران کې د مظاهرچیانو "وژنې درول شوي" او "اعدامونه به هم نه کېږي."نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په ایران کې پر هم هغه ورځ "ډېر اعدامونه کېدونکي" ول، خو هغه به اوس نه کېږي.
هغه زياته کړه، ایران ورته ویلي چې په هغه هېواد کې "وژنې درول شوې" دي او "اعدامونه به هم نه کېږي."
ټرمپ وويل چې دا خبره باوري سرچینو ورته کړې او هیله لري چې "ریښتیا" وي.
دا په داسې حال کې ده چې د تهران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام امکانات لا هم موجود دي او په منځني ختیځ کې کړکېچ او ترینګلتیا لا هم زیاته ده.
تر دې يوه ورځ وړاندې ولسمشر ټرمپ په ایران کې پر حکومت ضد احتجاجیانو غږ کړی وو چې خپلې "مبارزې" ته دې "دوام" ورکړي، او دا چې د واشنګټن "مرستې ورته پر لاره" دي. نوموړي البته دا سپیناوی نه وو کړی چې له مظاهرچیانو سره څه ډول مرسته کول غواړي.
په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.
په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.
دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار یوې خپلواکې امریکا مېشتې ادارې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۴مه د کره او تایید شویو معلوماتو له مخې، په په ايران کې په روانو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲،۴۰۳ ته رسېدلی او تر ۱۸،۰۰۰ زیات نیول شوي هم دي.
خو د یادې ادارې په ګډون ځینې نورې سرچینې وایي چې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر ښايي له دې هم څو چنده زیات وي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ادارو او سرچینو ارقام نه شي تاییدولای.
