Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026

جرمني او اسټرالیا کې د ایرانیو مظاهرچیانو په ملاتړ لاریونونه شوي دي

0
په جرمني او اسټراليا کې د ایران د حکومت مخالفو مظاهرچیانو په ملاتړ لاریونونه شوي دي. د لاریونونو ګډونوال وايي، په ایران کې وضعیت تر بل هر وخت زیات خراب شوی دی. په هغه هېواد کې د ډېسېمبر له ۲۸مې راهیسې د ګرانې ضد پیل شوې مظاهرې ژر په حکومت ضد احتجاجونو واوښتې. د بشري حقونو نړیوالې ادارې وايي، په څه باندې دوو اوونیو کې د مظاهرو پر مهال تر ۲،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۸،۰۰۰ زیات نیول شوي، خو مشال راډیو په خپلواکه توګه دا ارقام نه شي تاییدولای. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيوګانو په جوړ رپورټ کې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *