Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

رېچرډ بېنېټ د طالبانو له زندانه د ۲ افغان ښځو د خوشې کېدو غږ کړی دی

0

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر رېچرډ بېنيټ د هغو دوو افغان ښځو د سمدستي خوشې کولو غږ چې دا مهال د طالبانو په زندان کې دي.نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل:"په کندوز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د روان توقیف په اړه سخت اندېښمن یم. زه د هغوی د سمدستي خوشې کېدو او خوندیتوب غوښتنه کوم."

د راپورونو له مخې ناظره رشیدي شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په کندوز کې د طالب ځواکونو له خوا نیول شوې وه.
په بله قضیه کې هم خدیجه احمدزاده چې په هرات کې د تکواندو ورزشکاره او روزونکې ده د طالب ځواکونو له خوا شاوخوا یوه اونۍ وړاندې نیول شوې وه.
هغې د راپورونو له مخې په هرات کې نجونې د تکواندو په برخه کې روزلې چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو نیولې ده.
طالبانو لا رسماً د خدیجې د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.
خو د ناظرې رشیدي د نیولو په اړه یې تېره اوونۍ یو بیان خپور کړی دی. په کندوز کې د طالبانو امنیه قومنداني د جنورۍ پر ۱۲مه تایید کړه چې ناظره رشیدي یې نیولې ده.
دې قومندانۍ زیاته کړې چې ناظره رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوې دي.
د طالبانو چارواکو زیاته کړې چې د ناظرې رشیدي نیول د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.
پر ناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نه شته.
د ناظرې رشیدي خور هاجرې رشیدي مشال رېډیو ته ویلي ول چې خور یې د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوې دي.
هاجرې په یوه ویډیويي بیان کې چې رسنیو ته یې استولی ټينګار کړی چې خور یې باید خوشې شي.
د ناظرې د خوشې کېدو لپاره ګڼو فعالانو او خبریالانو خپل ویډیويي پیغامونه خپاره کړي او له نړیوالو بنسټونو او د خبریالانو له مدافع ټولنو غواړي چې د هغې د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو په کار او زده کړو پراخ بندیزونه ولګول.
په رسنیو کې محدودې خبریالانې او ښځې په کار بوختې دي او د نورو خبریالانو په څېر اړې دي چې د طالبانو له مقرراتو سره سم کار وکړي. په دغو مقرراتو کې بشپړ حجاب او په ماسکونو د مخ پټول هم شاملیږي. د طالبانو حکومت همداراز له هر ډول سپورټي فعالیته ښځې او نجونې راګرځولي او اجازه نه ورکوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *