پاکستان د کرکټ په دویمه لوبه کې هم اسټرالیا ته ماته ورکړه
د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دویمه ۲۰ اووریزه لوبه کې اسټرالیا ته په ۹۰ منډو ماته ورکړه. پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سر ۱۹۸ منډې وکړې. سلمان اغا ۷۶، عثمان خان ۵۳ او شاداب خان ۲۸ منډې وکړې. په ځواب کې د اسټرالیا ټول لوبغاړي په ۱۶م اور کې د ۱۰۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. تر ټولو زیاتې منډې کېمرون ګرین ۳۵ او مېتیو شورټ ۲۷ منډې وکړای شوې. د پاکستان له خوا ابرار احمد او شاداب خان ۳، ۳ وکټې واخیستې. د دې لوبډلو ترمنځ د درو ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د فبرروۍ پر لومړۍ نېټه هم د لاهور په میدان کې ترسره کېږي. د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې هم اسټراليا ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړې وه. د لاهور په قذافي لوبغالي کې د جنورۍ ۲۹مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه (بېټينګ) غوره کړه.پاکستان په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۶۸ منډې وکړې.په ځواب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۴۶ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف يې تر لاسه نه کړ.دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ له اوومې بيا د مارچ تر اتمې په هند او سري لنکا کې وشي.
