د افغان طالبانو او پاکستاني پوځيانو د نښتو له امله په قبايلي سیمو کې ۱۰۱ ښوونځي تړل شوي
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ يو ځل بیا د نښتو د پيل له کبله په قبايلي ضلعو کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي بند شوي دي.د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم پاکستانيوو الوتکو په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتيکا او کندهار کې بمباري کړې چې وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوې دي.
د طالبانو دفاع وزارت د مارچ پر دويمه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په مومندو، باجوړ، وزيرستان او د ډيورنډ کرښې ته نيږدې ځينو نورو سیمو کې یې د پاکستان ځيني هغه ټانکونه ويجاړ کړي چې د افغانستان پر خوا یې ډزې کولې. په خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د يو پاکستانۍ ډرون الوتکې د ویشتل کېدو ادعا هم شوې ده.
که څه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو ته د درنو زیانونو د اړولو دعوه یې کړې ده. د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاالله تارړ د مارچ پر دويمه رسنيوو ته لېږلې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې ۵۱۴ افغان طالبان یې وژلي، ۱۸۱ افغان پوستې یې ويجاړې کړې او ۳۱ يې نيولې دي. خو د طالبانو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.
د مومندو ډيپټي کمېشنر د فرورۍ په ۲۸مه حکمنامه خپره کړې چې له مخې به یې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په دريوو تحصيلونو کې د ۵۳ ښوونځيوو د بندولو امر کړی دی. په هغو ښوونځيوو کې ۴۱ په بایزو، ۱۰ په صافو او ۲ په خویزو کې دي. دا ټولې سیمې نیمې د ډيورنډ کرښې هغه غاړه د افغانستان په ننګرهار کې او نيمې دې غاړه په پاکستان کې دي.
د خویزو او بایزو د ابتدايي سکولونو د څار مشر او هغلته یو ښوونځي کې استاد، شاه محمود مومند د مارچ په دويمه مشال راډيو ته وويل چې په هغو تحصيلونو کې چې کوم ځای ښوونځي پرانیستي دي، هلته ماشومان د توپونو او درنو وسلو ډزې اوري نو ځکه هغوی ويريدلي دي.
د مومندو سره نيږدې، په باجوړ کې هم چارواکو ۳۹ ښوونځي بند کړي دي. د هغه ځای انتظامیې لخوا مشال راډيپو سره په شريکو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې دا ښوونځي په مامومندو او ناوګۍ کې دي. دا سیمې د افغانستان له کونړ ولايت سره تړلې سیمې دي.
بلخوا په خیبر کې ځايي انتظامیې ۱۱ سکولونه بند کړي دي. انتظامیې په يو بیان کې ويلي چې هغه ښوونځي د يوې هفتې لپاره بند دي خو دا موده غځېدلی شي. خیبر د افغانستان ننګرهار ولايت سره لګېدلې سیمه ده چې د تورخم لويه تجارتي لاره هم پکې تېره شوې.
دا نښتې د فرروۍ په مياشت کې تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان حکومت يو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې په افغانستان کې یې اسلام اباد مخالفو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.
