Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

امسو؛ دیرش سلنه ښځینه خبریالانې په پټه کار کوي

0

د افغانستان د سنیو د ملاتړ سازمان « امسو » وايي په هغه هیواد کې لا هم ډیری ښځینه خبریالانې، د ګواښونو او محدودیتونو سره سره، په پټه توګه خپلې خبریالۍ ته دوام ورکوي.

دې سازمان په یوه تازه خپره شوې سروې کې ویلي، نږدې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانې د خپل امنیت د ساتلو لپاره اړې دي چې خود سانسوري وکړي.

افغانه ښځینه خبریاله چې اړ ده خپل کار په بدل نوم پر مخ یوسي خو په خبره یې دا ورته ډېره ستونزمنه ده.

هغه چې نه غواړي په دې راپور کې یې هم نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته د هغې ډېرې همکارانې بې دندې شوي خو د دې په ګډون یو شمېر لا په پټه له بیلابیلو رسنیو سره کار کوي.

هغې وویل،"ما مخکې له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره کار کاوه کله چې محدودیتونه ډېر شول د دفتر د مسولینو له لوري موږته ځواب راکول شو، او راته وویل شول چې نور دفتر ته مه راځئ، خو دا چې د کور مسولیت را په غاړه دی اړتیا لرم چې کار وکم، د دې لپاره مې په تبعید کې له یوې رسنۍ سره د نوم د بدلون په شرط او په پټه کار پیل کړو، خو ډېره ډاریږم، که طالبان خبر شي ښايي ماته زیان ورسوي، ځکه زموږ یو بل همکار د همدې له امله زنداني شوی وو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» ویلي، افغان ښځینه خبریالانې له سختو محدودیتونو سره سره هم له خپل رسنیز کاره نه دي لاس په سر شوي خو ډیرې عملا څنډې ته شوي دي.

امسو یکشنبه د حوت ۱۷مه د ۲۰۲۵ کال د یوې سروې پر بنسټ چې د دې سازمان په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپره شوې، ویلي اوس مهال ۳۲٫۷ سلنه ښځینه افغان خبریالانې په پټه توګه خپلې خبریالۍ ته دوام ورکوي.

په دې سروې کې راغلي چې یوازې ۶٫۹ سلنه ښځې کولای شي په ښکاره ډول رسنیز فعالیت ولري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان دغه راز ویلي نږدې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانو ورته ویلي چې د خپل امنیت د ساتلو لپاره اړې دي خود سانسوري وکړي ځکه د هغوی په وینا ګواښونه، څارنه او انزوا د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

امسو ټینګار کړی د اړیکو د خوندي شبکو ملاتړ، د رواني روغتیا د سرچینو برابرول او د دغو خبریالانو د هڅو پېژندنه د افغانستان د رسنیو د راتلونکي د دوام لپاره ډېر مهم دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې وایي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک او په رسنیو کې د دوی په کار د محدودیت له امله اړې شوي چې خپل مسلک پرېږدي.

یوې افغانې ښځینه خبریالې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،"په لومړي سر کې زموږ رسنۍ د یوې مودې لپاره وتړل شوه، مسؤلینو ته ویل شوي وو که غواړئ بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړئ او پروګرامونه مو عادي دوام وکړي، نو نور باید ښځینه کارکوونکې ونه لرئ، له همدې امله زه هم له دندې لرې شوم. اوس څو کاله کېږي چې په کور کې یم او نشم کولی په خپل مسلک کې کار وکړم.»

په ورته وخت کې د بیان د ازادۍ مرکز « فریډوم اف ایکسپریشن سنټر » په یوه اعلامیه کې چې یکشنبه د حوت ۱۷مه یې خپره کړې ویلي اوس مهال په ټول افغانستان کې کې یوازې ۱۹۰ ښځینه خبریالانې کار کوي، په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې دغه شمېر نږدې ۲ زره خبریالانو ته رسېده.

په اعلامیه کې راغلي چې اوس مهال د افغانستان په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله دنده نه لري او ډیری نورو ولایتونو کې دوی په پټه او له خپل اصلي نومه پرته کار کوي ځکه د دغه مرکز په وینا څو د غچ اخیستنې له خطره خوندي پاتې شي.

دغه مرکز ویلي د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او بندي کولو په ګډون د فزیکي وهلو ټکولو په څېر له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

د یادونې وړ ده چې مخکې هم یو شمېر د رسنیو ملاتړي سازمانونو د افغان خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې د خبریالانو د حقونو او د بیان د ازادۍ په نقض تورن کړي دي داسې مهال چې طالبانو تل د اسلامي شریعت له مخې د بیان ازادۍ او د خبریالانو حقونو ته د ژمنتوب دعوه کړې خو دا ادعا د خبریالانو، رسنیزو فعالانو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو لپاره د منلو وړ نه ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *