Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 08.03.2026

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې، د مارچ نهمه د افغانستان په اړه غونډه کوي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما سرپرسته او د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله جورجیټ ګانینون د دې شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي چې پرون یکشنبې یوناما او د ملګروملتونو د ښځو څانګې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې ښځې په افغانستان کې د رسمي عدالت میکانیزمونو... Читать дальше...

هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله. د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه چې د یکشنبې په ورځ د هند د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي ترسره شوه، هند د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۵ منډې وکړې چې د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر هند ته وبایلله. د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې چې هند او سریلانکا یې کوربه توب کاوه، د افغانستان په ګډون شلو ټیمونو ګډون کړی و. د دې جام لوبې د فبرورۍ په اومه پیل شوې وې چې پرون یکشنبې پای ته ورسیدې.

ترمپ وايي چې د ايران راتلونکی مشر به د امريکا له تاييد پرته ډېر وخت دوام ونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل چې که ايراني چارواکي د اسلامي جمهوريت د مشرتابه لپاره د نوي مشرد ټاکلو په اړه لومړی د هغه تأييد ترلاسه نه کړي، نو نوی مشر به "ډېر وخت دوام ونه کړي." دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ايران څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د نوي مشر اعلانولو ته نژدې شوې ده. د ايران پخوانی مشر علي خامنه‌ یي د کب یا حوت په نهمه د امريکا او اسرائيل د بريد په لومړيو ساعتونو کې ووژل شو. ډونالډ ترمپ له ABC News سره په مرکه کې د اسلامي جمهوريت د نوي مشر په اړه وويل... Читать дальше...

د طالبانو د حکومت د محکمو د پریکړو له مخې په کابل او غور کې ۲۴ کسان په درو ووهل شول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۱۷مه، په غور ولایت کې ۶ کسان چې ۳ ښځې هم پکې شاملې وې، د "اخلاقي فساد" په تور هر یو په ۳۹ دورو ووهل شول. دې محکمې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي محکمې د پرېکړې پر بنسټ ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده. د اعلامیې له مخې، دغه کسان له ۱۰ تر ۳۹ پورې په درو وهل شوي او هم ورته له ۷ میاشتونه تر ۳ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د تورنو... Читать дальше...

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د کب یا حوت په ۱۷مه، پرخپل ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې امیرخان متقي دا موضوع د چین له ځانګړي استازي یو شیا یونګ سره په لیدنه کې مطرح کړې ده. متقي زیاته کړې چې دوی د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې شخړې پراخې نشي، خو د "خلکو او وطن د دفاع" حق د ځان لپاره خوندي ساتي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د استازي له قوله هم لیکلي چې ویلي یې دي، له پاکستان سره هم په تماس کې دي او د شخړو د کمیدو او د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کوي. Читать дальше...

د ښځو نړیواله ورځ او د طالبانو بندیزونه

Pa.azadiradio.com 

دا څلورمه پرله پسې د ښځو نړیواله ورځ ده چې افغانې نجونې او ښځې يې د طالبانو تر بندیزونو لاندې تیروي. په تیرو څه باندې څلور کلونو کې له زده کړو، کار، پارکونو، عمومي ځایونو او د ژوند د نورو برخو سربیره طالبانو په یو لړ قوانیو کې حتی د ښځو غږ او مخ عورت وبلله.

له افغانستانه تر اوکراینه: ښځې څنګه د بې عدالتیو ضد ولاړې دي؟

Mashaalradio.com 

فرشته وایي، د تدریس له بهیره خپله هم ګټه پورته کوي او ډېر څه زده کوي. نوموړې په پټه یوه ډله نجونو ته ریاضي، انګلېسي (انګرېزي) او نور مضامین ورزده کوي. هغه وایي که طالبان پوه شي، نو ټولګی به یې وتړي.



د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې او نجونې د طالبانو له سختو بندیزونو سره په محرومیت کې ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه « یو اېن ومن » او په افغانستان کې د دې سازمان سیاسي استازولي « یوناما » وايي په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري. دواړو ادارو د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي او دغه وضعیت ګڼې ښځې له خوندي لارو د خپلو حقونو ترلاسه کولو، ملاتړ او یا د ناوړه ګټې اخیستنې سره له مقابلې بې‌برخې کړې دي. په اعلامیه کې راغلي د... Читать дальше...

ښځو نړیواله ورځ: افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه دوام لري

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس د ښځو د حقونو د باوري کولو لپاره په ټولیزه مبارزه او عمل ټینګار کوي. "موږ باید د حقونو، انصاف او عمل لپاره سره ودرېږو او غږ پورته کړو چې ټولې ښځې او نجونه خوندي ژوند وکړای شي، خپل غږ پورته کړي او مساویانه ژوند ولري."

تر لسو ورځو نښتو وروسته ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمو نسبتاً ارامه وضعه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر لس ورځنیو سختو نښتو وروسته ډیورنډ کرښې ته د نږدې یو شمیر سیمو اوسېدونکي وايي، بیګاه وضعیت ارامه و. خو د خوست د علی شیرو او تریزیو ولسوالۍ  یو شمیر اوسېدونکي هلته د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدلو او په کې د یوې ماشومې د وژل کېدو  ادعا کوي.

حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو په پرانیستلو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده. د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ښاغلي کرزي همداراز د ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو په بیا پیل ټینګار کړی. پخواني ولسمشر د افغانستان د سولې او پرمختګ په هڅو کې د افغان مېرمنو تاریخي هڅې او مبارزې ستایلي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړي. طالبانو په افغانستان کې په ډیری دولتي دفترونو، د ملګرو ملتونو دفترونو... Читать дальше...

اسراییلو پر تهران او ایران پر کوېت بریدونه کړي دي

Mashaalradio.com 

د کوېت پوځ وايي، ایران د اتوار (یکشنبې) پر ورځ پر حکومتي ودانۍ د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی او داراز یې نړیوال هوايي ډګر او د تېلو زېرمتونونه او ټانکرونه هم ویشتلي دي. په همدې حال کې اسراییلو په تهران کې د تېلو یو زېرمتون په نخښه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د بریدونو له وجې له وجې بخښنه غوښتې ده. ویډيويي رپورټ.

د تهران د تیلو په چاڼځایونو او زیرمو برید او پراخ اور

Pa.azadiradio.com 

بېګا د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی. د تهران په شمال لویدیځ کې د شهران د تیلو زیرمې اور اخیستی او لمبې یې زیاتې پورته ځي. همداراز په اقدسیه او سوهانک سیمو کې هم د تیلو زیرمو او چاڼځایونو اور اخیستی. د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند د تیلو څو زیرمې هدف ګرځولي دي.

هند او نیو زیلینډ د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام پایلوبه کې مخامخېږي

Mashaalradio.com 

د کوربه هند او نیو زیلینډ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.د هند د احمد اباد په نرېندار مودي لوبغالي کې د مارچ اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي. تر دې مخکې د مارچ پر پینځمه هند په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلستان (انګلینډ) ته په اووه منډو ماتې ورکړه. تر هغې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده. د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه... Читать дальше...

ښځو نړیواله ورځ: پېښور کې د سولې لپاره لاریون کړی دی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې ښځو او فعالانو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې لپاره لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې پر مهال وویل چې د جګړو او ناامنۍ له وجې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان اغېزمنېږي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده او د تېرې میاشتې له وروستیو ورځو راهیسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.

د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه؛ نیوزیلنډ او هند سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

هندوستان او نیوزیلنډ یکشنبه ماښام د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي. دا پایلوبه به د هند په کوربه توب د احمد اباد ښار په نریندرا مودي سټډيوم کې وشي. دا سټډیوم د ۱۳۲زره ننداره چیانو د ځاییدو وړتیا لري. هند او نیوزیلنډ څو ځله سره مخ شوي چې په لږ تر لږه پنځو وروستیو شل اووریزو لوبو کې څلور هند او یواځې یوه نیوزیلنډ ګټلې. نیوزیلنډ هېڅکله نړیوال جام نه دی ګټلی که څه هم څو واره فاینل ته وتلی دی. اخوا بیا هند په ۲۰۰۷ او ۲۰۲۴ کلونو کې اتلولۍ خپلې کړي او دا وار به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دا وار... Читать дальше...

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده؛ افغان ښځې لا هم له تعلیم او کاره محرومې دي

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. سږ کال دا ورځ د ټولو ښځو او نجونو لپاره د حقونو د تامین، عدالت او عمل په شعار سره لمانځل کېږي. دا پنځم کال کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو نړیواله ورځ راځي خو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي او د ښځو پر کار هم په پراخه کچه بندیزونه لګېدلي. یوه معلمه فاطمه محمدي چې ګڼې زده کوونکې یې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه رسماً محرومې دي خو دې په یوه محلي ټولګي کې د هغوی د زده کړو زمینه برابره کړې وايي شاګردانې یې خپلې نامعلومې راتلونکې سختې اندېښمنې کړې دي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *