Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د جرمني صدراعظم؛ اندیښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري

0

د جرمني صدراعظم فردریش مرتز وايي، "اندیښمن دی" چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري.مرتز دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړي دي.د هغه په ټکو،" یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي".هغه وړاندې وویل،"موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته".دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،"له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو".ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره څلور اونۍ وخت ټاکلی وو.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *