اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي
اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي.د دغې ټولنې د بشري او ملکي مرستو د ساتنې څانګې د سه شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه ویلي،" دا خوارکي توکي په دریو پروازونو کې انتقال شوي دي".وړاندې راغلي، په دغو خوارکي توکو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ځانګړي خواړه هم شامل دي چې د یونیسیف له لارې به، په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته وویشل شي.یونیسف د دوشنبې په ورځ ویلي و، "غواړو په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې راولو".د خواړو نړیوال پروګرام وايي، "نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي".
