۲۱ افغان کډوال په پاکستان کې له بنده تر خوشي کېدو وروسته هیواد ته ستانه شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.
د دې افغانانو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې مخکې ځینو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې نیول شوي کډوال د دې پر ځای چې کمپونو ته ولېږدول شي یا افغانستان ته بېرته واستول شي، زندانونو ته انتقالېږي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
