Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

څلور امریکايي عسکر د تېل رسوونکې الوتکې په لوېدو سره وژل شوي

0

څلور امریکايي پوځیان په عراق کې د تېل رسوونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي.سنټکام د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ نن دا خبر تایید کړ.په بیان کې راغلي چې د لوېدلې لویې تېل رسوونکې پوځي الوتکې د دوو نورو غړو د لټون عملیات لا هم روان دي.سنټکام ویلي چې پرون د عراق په لویدیځ کې د امریکا د پوځ تېل رسوونکې لویه الوتکه KC-135 له یوې بلې الوتکې سره د حادثې په سبب ولوېده.امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې دا الوتکه د دښمن یا دوست په ډزو نه ده نسکوره شوې.د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ تر دغه بیان څو ساعته مخکې، د ایران دولتي تلویزیون په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د "عراقي اسلامي مقاومت" ډلې د امریکا دا ټانکر الوتکه ویشتلې ده.په دې سره د امریکا او اسراییلو لخوا په ایران باندې د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو امریکایي پوځي پرسونل ټولټال شمیر ۱۱ ته رسیدلی دی.اوه نور امریکايي عسکر په خلیج هېوادونو کې د امریکا په پوځي اډو د ایران په ډرون او توغندیزو بریدونو کې وژل شوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *