Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اسلام اباد ته څېرمه پر قیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي

0

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې د فیض‌اباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلام‌اباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلام‌اباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي. هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *