د پاکستان په هاوان مرمیو سره خوست کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
طالب چارواکي وايي د خوست په دریو سیمو د پاکستان په بریدونو کې بېګا لږ تر لږه ۳ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې د پاکستان هاوان مرمۍ د سپېرې ولسوالۍ په افغان -دوبۍ سیمې، د ګربزو په نري کلي او د ځاځي میدان په عطاخېلو کلي لګېدلي. د هغه په خبره په دغو بریدونو کې ټول ټال درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۶ نور ملکیان ټپیان دي. د نورستان په کامدېش ولسوالۍ هم د پاکستان د ډي سي توپ د مرمۍ د لګېدو خبر ورکړل شوی چې د ملکیانو کور یې هدف ګرځولی.اخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم په یوه تازه بیان کې افغان طالب ځواکونه د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د څلورو ملکیانو په وژنه تورن کړي. عطاالله تارړ ویلي د طالبانو هاوان مرمۍ د ملکیانو په کورونو لګېدلي. هغه ویلي یو پنځه کلن ماشوم سخت ټپي دی.
