Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اسرائیل ایران باندې د بریدونو لمن پراخه کړه

0

اسرائیل تیره شپه په ایران د خپلو بریدونو ساحه پراخه کړه او وايي چې دهیواد په شمال کې یې هوايي بریدونه کړي دي>اسرائیلي رسنۍ وايي کسپین سمندرګي کې ایراني جنګي بیړۍ ویشتل شوي دي.اسرائیلي ځواکونو په فارس خلیج کې د ایران د انرژۍ په زیربناوو هم بریدونه کړي دي.په ځواب کې یې ایران په خلیج کې د عربي هیوادونو د ګازو او تیلو په تاسیساتو بریدونه کړي.د بریدونو د لمنې پراخیدو سره ایران دا ګواښ هم کړی دی چې جګړه کیدای شي له کنټروله بهر شي.د فبروري په ۲۸ مه د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرائیلي ځواکونه د ایران په شمال کسپین سمندرګې کې بریدونه کوي ، مخکې یې اکثر بریدونه په تهران ، د ایران په منځنۍ برخه، او ددغه هیواد په لویدیځو سیمو متمرکز وو.اسرائیلي رسنۍ وايی د کسپین سمندرګې په ساحلي "بندر انزلي" ښار کې دایران د سمندري ځواکونو بیړۍ په نښه شوي دي.دغه رپوټونه په سملاسي توگه تایید شوي نه دي او د بریدونو د اغیزو په هکله هم معلومات نه دي ترلاسه شوي .















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *