په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژل کیدو د شمیر هیوادونو چارواکو ژوره اندیښنه څرګنده کړه
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان او پاکستان کې وروستي پرمختګونه له نږدې څاري او د جګړې له امله د ملکي وګړو د زیاتېدونکو تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه لري.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کوي.
په بیان کې له دواړو لورو غوښتنه شوې چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي هم د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د موقتي اوربند هرکلی کړی دی.
هغه د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې بریتانیا د تروریزم ټول ډولونه غندي او د ملکي وګړو د خوندیتوب او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوي.
اسلام آباد او کابل د چهارشنبې په شپه د کب په ۲۷ اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، په موقتي ډول خپلمنځي نښتې دروي.
په همدې حال کې، طلوع نیوز د ځايي سرچینو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راپور ورکړی چې د پنجشنبې سهار د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یو موټر ویشتل شوی او سیند ته لوېدلی دی. ویل شوي چې په دې پیښه کې یوه ښځه وژل شوې، یو بل کس ټپي شوی او پنځه تنه لا هم لا درکه دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو لوی درستیز حافظ فصیح الدین فطرت د کوچیني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې له شوي اوربند سره سره د پاکستان له لوري د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د سرغړونو موارد لیدل شوي چې د تکرار په صورت کې به یې حکومت له غبرګون پرته بله چاره ونه لري.
