Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د افغانستان او زېمبابوې د یو ورځنیو سیالیو دوهمه‌یې زېمبابوې وګټله

0
په شارجه کې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د یو ورځینو سیالیو دوهمه لوبه زېمبابوې وګټله.


د لوبې پچه زېمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د زېمبابوې لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې افغانستان ته ۲۳۴ منډې هدف وټاکه.


د زېمبابوې په ګټه تر ټولو ډېرې ۱۲۵منډې بي ار اېم ټایلر جوړې کړې.


په مقابل کې یې افغانستان ۱۷۹ منډې جوړې کړې او په دې توګه‌یې دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر وبایلله.


د زېمبابوې تکړه لوبغاړی بي ار اېم ټایلر چې دغې لوبه کې یې ۱۲۵ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


د یادولو وړ ده چې د افغانستان او زېمبابوې راتلونکې یو ورځنۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماسپښین ۳ بجې پیل شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *