Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 19.02.2018

د پاکستان او روس تعلقات به څه ګټې ولري؟

Mashaalradio.com 

د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی.

پولیو یا ګوزڼ څنګه ناروغي ده؟

Mashaalradio.com 

پولیو یا ګوزڼ ولې خپرېږي؟ څه ډول علامات لري او وایرس یې انسان څنګه معذوره یا معیوبوي؟ د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.

ازادي سټوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

مرستندویه ډلې د ایران په اصفهان کې د هغې الوتکې د سقوط سیمې ته رسیدلي چې پکې ۶۵ سورلۍ وژل شوې، د اسټرالیا پولیسو۳۳۰ کیلوګرامه مخدره مواد نیولي چې ۲۱۴ میلیون ډالره ارزښت لري او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دریم واده وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

پاکستاني پوځ پر قبایلي ولس د وطن کارډ شرط ختم کړ

Mashaalradio.com 

د ګل په ورځ پاکستاني پوځ پر قبایلي ولس د وطن کارډ لرلو شرط په رسمي توګه پای ته ورساوه. او په یوه بیان کې یې ویلي چې د فاټا وګړي خپلو سیمو ته اوس یوازې په پاکستاني شناختي کارډ تګ راتګ کولای شي.



‎په ایران کې پلتونکې ډلې د الوتکې د سقوط ځای ته تللي

Pa.azadiradio.com 

‎په ایران کې د پلتڼې او ژغورنې ډلې د هغې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط ځای ته تللي چې پرون، اصفهان ته نېږدې، د دنا په نوم غره کې راوغورځېده.  چارواکو وویل، ټول ۶۵ تنه چې په الوتکه کې سپاره وو، وژل شوي دي.  د ایران دولتي ټلوېزیون نن د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د پلټنې په عملیاتو کې نن هليکوپټر هم برخه لري.  د ایران کهګیلویه و بویراحمد والي، علي محمد احمد پرون له ایرن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د هوا د خرابېدو او د واورې د ورېدو له امله د پلټنې عملیات په سستۍ پرمخ ځي.  د اسمان هوايي... Читать дальше...

پیونګ‌چانګ سیالیو کې یو ګډون کوونکی روسی ورزشکار په ډوپنګ تورن شو

Pa.azadiradio.com 

په نړیوالو سپورټي مسابقو کې د سرغړونو د څېړنې ځانګړې محکمې، نن د روسیې پر ورزشکار، الکساندر کروشلنیتسکي چې د پیونګ‌چانګ په سیالیو کې د کرلنګ په سپورټ کې یې د زېړو مډال ګټلی و، د ډوپنګ تور پورې کړ.  محکمې نن دوشنبه وویل چې د المپیک د نړیوالې کمېټې د غوښتنې پر اساس‌یې د الکساندر کروشلنیتسکي په اړه د څېړنو ځانګړې پروسه پېل کړې ده. الکساندر په پیونګ‌چانګ کې د برونزو (زېړو) مډال له خپلې ښځې، انستاسیا بریزګالووا سره په ګډه ګټلی و.  محکمې د الکساندر کروشلنیتسکي د محاکمې د پېل نېټه نه‌ده اعلان کړې. Читать дальше...

د هندوستان کرکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ د روانو درېیو ۲۰ اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې هندوستان جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه. په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وايکټو په زیان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۹ وایکټو په زیان سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله. د هندوستان لپاره بهونیشور کمار غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول. Читать дальше...

راما: د البانیا او کوزوو لپاره یو ولسمشر ممکن، خو ستونزمن دی

Pa.azadiradio.com 

د البانیا صدراعظم ایډي راما وايي، هېواد یې او کوزوو چې ګاونډی یې دی، کولای شي یوه ورځ یو ولسمشر ولري، خو د ښاغلي راما په وینا، دا کار په نېږدې راتلونکي کې امکان نه لري. د البانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون یکشنبه له صربیا څخه د کوزوو د ازادۍ د ۱۰مې کلیزې په مناسبت د کوزوو پارلمان ته په وینا کې وکړې. د ایډي راما په وینا، د البانیا او کوزوو لپاره د یو ولسمشر لرل به د دې دوو هېوادونو ترمنځ د یووالي څرګندوی وي. ګومان کېږي چې د البانیا د صدراعظم دا څرګندونې به د صربیا د چارواکو غوسه راوپاروي. صربي... Читать дальше...

د سوات خلک پر پوستو د ځورېدنو کیسې کوي

Mashaalradio.com 

ماشوم ناروغه وو، په ګاډي کې يې اچولی وو چې ډاکټر ته يې يوسي. پوځيانو ګاډی ايسار کړ او په نتيجه کې يې ماشوم مړ شو. بله يوه پېښه به درته ووايم چې پر کبل چيک پوستې يې يوې اميدوارې ښځې ته د ژر تګ اجازه ور نه کړه.

امریکا کې له یوه بریده روغ وتلي زده کوونکي د وسلو د کنټرول غږ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کې د تېرې اوونۍ له ډزو روغ پاتې شوي زده کوونکي وايي، په یوه لاریون کې به په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړي. ټاکل شوې ده چې دا لاریون به د روانې فبرورۍ په ۲۴ مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شي. په فلوریډا ایالت کې تېره اوونۍ په یوه ښوونځي کې ډزو ۱۷ زده کوونکي او ښوونکي ووژل. دا حمله د همدې ښوونځي د یوه ایستل شوي زده کوونکي له خوا شوې وه. بریدګر نیکولاس کروز چې تر برید وروسته یې ځان پولیسو ته سپارلی، اعتراف کړی چې یو «اې. ار. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *