د جوزجان ولايت امنيتي مسؤلین وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي ازادي راډيو ته وويل، دغه وسلهوال د افغان قواوو په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.
ده وويل چې په دې موده کې ١٠ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
د امنيت امر وايي، په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.
د جوزجان د امنيتي مسؤلینو په خبره، له درېيو ورځو راهيسې په درزاب کې پر امنيتي پوستو د داعش ډلې حملې روانې دي چې په ځوابي نښتو کې د داعش غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.